جنوري 25, 2021

د شهید ملا عبدالمتین خادم (تقبله الله) ژوند اوکارنامو ته کتنه

د شهید ملا عبدالمتین خادم (تقبله الله) ژوند اوکارنامو ته کتنه

لیکنه: قاري امین الحق اکمل

د اسلامي افغانستان د ځمکی هره ټوټه داَللهﷻ په لاره کې د قربانیو او فداکاریو بې شمېره داستانونه لري هر یو ولایت یې د غیرتونو او ننګونو په قیصو ډک دی چی یو یې هم لرغونی هرات ولایت دی هرات داسلام په ریښتنو مدافعينو ښکلی دی روڼ تاریخ یې دغیرتونو اوننګونو په قیصو پوښلی هغه ځمکه چې له غیږي به یې په بې شمېره غيرتي زړه ور، اسلام او خپلی پاکي خاوري ته وفادار مؤمنان راپورته شوي هره سیمه او غر یې د نړۍ والو زبر ځواکونو او د هغوی د داخلي ګوډاګیانو په وړاندي دحق دلښکرو دحماسو شاهده ده.

 د هرات غیرتي خاوره د صلیب داټمي جګړې په وړاندي د مبارزو او مجاهدو ځوانانو یوقوي سنګر دی په دې پیاوړي سنګر کې زرګونو زمریالو اتلانو داَللهﷻ په لاره کې خپلي ویني توی کړي او د شهادت وياړمن مقامونه یې ترلاسه کړل چی یو یې هم د هرات ولایت مرکز ښار د نوآباد د سیمې د شهادت د ویاړمني قافلې سره ملګری شوی اتل دی د اسلامي امارت لپاره د هرات ولایت داوبه ولسوالی نظامي مسؤل د معسکر استاذ اتل شهید قاری عبدالمتین خادم تقبله الله وو، د خادم شهید تقبله الله په هکله باید دومره ووایو هغه لکه څنګه چی نظامي شبکه یې خادم وه هغه سي خادم وو، هغه دخپل ملت دين اووطن لپاره ډیربې ساري او د پام وړ خدمات کړي چې تاریخ به یې هیڅ وخت نه هیروي او دده د غیرت شجاعت او میړاني کارنامې به د ورستیو نسلونو لپاره درس او د نمونې په توګه وي، خادم شهید تقبله الله خپل ټول ژوند دجهاد لاره کې تیر کړ، هغه یو نه ستړی کیدونکی زړه ور او بهادر مجاهدوو اویو ملنګ او عجيبه غوندي انسان وو تل به  دشهادت په ارمان وو چې بلاخره دا ویاړمن مقام یې ترلاسه کړ.

په تندي به مې د سرو وينو پتري وي

څومره فخر به مې کړمه په زخمونو

د سنګر له غېږي ما ور ولې ربه!

نور مي یوسه د جنت تر نعمتونو

زوکړه او زده کړه :

شهید  ملاعبدالمتین خادم تقبله الله تعالی په۱۳۷۳ هجري شمسي کال کې دهرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د چاه کهساني کلي په یوه مجاهده، دین دوسته او متدینه کورنۍ کې زېږېدلی و.

نوموړی دمرحوم حاجی ملا شاه محمد آخند زوی د حاجي ملا شاه اقاسی لمسی د ملا پردل آخند  کړوسی و.

لومړۍ دیني زده کړې يې له خپل پلارمرحوم حاجی ملاصاحب څخه او عصري زدکړي یې د هرات ولایت مرکز ښار نو آباد سیمې په «لیسه فتح»  کې ترلاسه کړې.

 خو د مسلمانانو د ردوونکي حالت په لېدویې له کتاب څخه د اجازې په اخیستلو  د الله تعالی د دین خدمت ته مټې راونغښتې او د شهادت ترساعته یې په پوره میړانه او خلوص دغې مقدسې مبارزې ته دوام ورکړ.

د شهید ملا عبدالمتین تقبله الله د کورنۍ بې ساري قربانۍ:

شهید ملا عبدالمتین د هغې بختورې کورنۍ څخه و چې د روسانو د یرغل پر وړاندې له بې سارې قربانیوسره سره  یې د امریکايي یرغل په وړاندې هم سخت کړاوونه، هجرتونه او بې شمېره ستونزې ګاللې دي.

د نوموړي  شهید پلارهم دروسانو دیرغل پر مهال د مجاهدینو  یو مخکښ قومندان او د اسلامی امارت دواکمنی پرمهال یې هم په بیلابیلو ولا یتونو کې دندې ترسره کړې وې.

 په شهید خادم باندې اجیر دښمن څوځله ناکامه چاپې ووهلې، خو لله الحمد په نیولو یې ونه توانېدل.

د صلیبیانو په ضد جهاد:

کله چې د امریکاپه مشرۍ  د نړيوال طاغوتي یرغل په نتیجه کې اسلامي امارت شاتګ وکړ، ډېرو خلکو د مادیاتو او چوکیو په بدل کې خپل ایمانونه وپلورل یقیناً د ایمانونو د امتحان وخت و، یو طرف ته د کفارو طاقت او د ستر مادي قوت رعب و، بل لور ته کفار په دې لټه کې وو، چې افغانان د پیسو مادیاتو او چوکیو په  بدل کې واخلي ترڅو ځان خپلو اهدافو ته ورسوي.

په دې سخت امتحان کې د ځينو متدینو افغانانو په څېر شهید ملا عبد المتین «خادم » هم بریالی شو او د کورنیو د مشرانو غوندې یې په تانده ځواني کې د دين او وطن دفاع دنده په غاړه واخيسته، د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په امر یې امریکایانو او د هغوی په ګوډاګیانو بریدونه پیل کړل .

شهید ملا عبد المتین «خادم»  دهرات ولایت د اوبه  ولسوالۍ د جنګ په لومړۍ کرښه کې په ډیر لږ وخت کې د مجاهدینو اوعام خلګو په زړونو کې ځای وموند، د ده د زراکت، پوهي اوتقوا په لیدو سره د اسلامی امارت مشرانو د اوبه ولسوالۍ ته د امنیه قومندان په توګه معرفي کړ، چې په ډیر کم وخت کې یې ډیرې غټې ساحې  د اجیر دښمن څخه تصفیه کړې.

شهید خادم تقبله الله په چریکي بریدونو کې خورا مهارت درلود او په دغه ډګر کې یې  دښمن ته داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، چې دښمن ورته ګوته په غاښ  .

په دې برسېره شهيد خادم د نظامي او تربیوي معسکر یو تکړه استاد هم و، چې مجاهدین یې د جهاد لپاره روزل.

د استشهاد سره مینه:

 هغه به تل ویل چې: له استشهاد پرته مې جهادي تنده په هیڅ شي نه ماتېږي. ان چې د دې مینې په اساس د استشهاد تر ډګره هم ورسېد، خو د مشرانو د لزوم دید له مخې بیرته د جګړې لیکو ته راستون کړل شو.

شهید خادم تقبله الله د جهاد په مقدس بهير کې په خپل نازک بدن باندې زخمونه هم ګاللي وه او ۴ ځله سخت زخمي شوی و.

شهادت:

د الله تعالی په لاره کې د سپیڅلي شهادت دغه اتل د ۱۳۹۸/۷/۱۲ نېټه په داسې  حال کې چې د جګړې عمومی قومنده یې په غاړه لرله  د اوبه ولسوالۍ په مرکز باندې د مجاهدینو د تعرض په مهال له شکست خوړلي دښمن سره په مخامخ نښته کې د شهادت پاک ارمان ته ورسېد. تقبله الله تعالی.

نحسبه کذلک والله حسیبه

Related posts