جنوري 25, 2021

جنایت: فراه کې یو کور د بمبار له امله ویجاړ شوی، ۶ تنه ملکي خلک شهیدان، ۳ نور ټپیان شوي

جنایت: فراه کې یو کور د بمبار له امله ویجاړ شوی، ۶ تنه ملکي خلک شهیدان، ۳ نور ټپیان شوي

په ولسي خلکو د بریدونو او جنګي جنایتونو په دوام، تیره شپه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کنسک سیمه کې د وحشتي دښمن ډرون الوتکو یو ملکي کور بمبار کړ.
دغه وحشت هغه مهال رامنځته شو چې د محمدلعل اکا په نامه یو کلیوال خپل یو خپلوان طالب (عطاءالله د عبدالظاهر زوی) ته چې څه موده مخکې له بند څخه را خوشی شوی و او په عادي ژوند بوخت و میلمستیا کړې وه.

د ډرون برید او بمبار له امله یاد بندي طالب او د کور ۵ غړي په شهادت ورسیدل او ۳ تنه نور د کور ماشومان ټپيان شول.

د بمبار له امله یاد کور اکثره ویجاړ شو، ۲ عرادې د کور موټر او د ژوند نور وسائل يې له منځه لاړل.
دا څووم ځل ده چې له بند څخه په تازه را خوشي شوو بندیانو باندې بمبار او بریدونه کیږي، ترڅو هغوی بیرته د اسلحې اخیستلو ته اړ باسي.

اسلامي امارت په ملکي خلکو او کورونو باندې بې رحمانه بمبار په کلکه غندي، دا ستر جنګي جنایت بولي، په نړیوالو حقوقي او بشري ادارو غږ کوي چې دا ډول جنایات وغندي او په مخنیوي کې يې خپل مکلفیت ادا کړي.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۵/۵/۱۴۴۲هـ ق
۱۰/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/30م

Related posts