جنوري 25, 2021

تیره اونۍ په عامو خلکو د دښمن په ۱۹ بریدونو کې ۲۷ تنه ملکيان شهیدان او ټپيان شول

تیره اونۍ په عامو خلکو د دښمن په ۱۹ بریدونو کې ۲۷ تنه ملکيان شهیدان او ټپيان شول

د مکررو جنګي جنایتونو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې عسکرو تیره اونۍ بیا هم په ملکي خلکو ۱۹ ځلې هوايي او ځمکنۍ حملې وکړې.
دغه بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو (کندهار، هرات، لوګر، پکتیا، کنړ، فاریاب، کابل، فراه، زابل، پروان، کندز، غزني او لغمان) کې په اولسي خلکو ترسره شول.
په یادو قصدي حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ۱۷ تنه ملکي هېوادوال شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپيان شول، ۷ بابه کورونه ویجاړ او د ملکي خلکو ۳ عرادې موټر له منځه یوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه میاشت کې په ټول هیواد کې د دښمن لخوا په ملکي خلکو ۱۱۰ ځله قصدي بریدونه او بمبارونه شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ۱۱۴ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي، ۹۳ تنه نور ټپيان دي، په دا ساړه ژمي کې ۶۵ کورونه ویجاړ شوي، د ملکي خلکو ۷ عرادې وساطې له منځه وړل شوې، ۲ بابه مسجدونه، ۱ باب مدرسه او ۲ بابه کلینیکونه هم تخریب شوي دي.
اسلامي امارت په ملکي خلکو د بزدله دښمن بریدونه غندي، په دې اړه یوځل بیا په نړیوالو بشري او حقوقي ادارو غږ کوي چې یاد بریدونه وغندي او د مخنیوي لپاره يې لاس په کار شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۶/۵/۱۴۴۲هـ ق
۱۱/۱۰/۱۳۹۹ هـ ش ــ 2020/12/31م

Related posts