جنوري 25, 2021

فحاشي ساري او خپريدونکي ناروغي ده

فحاشي ساري او خپريدونکي ناروغي ده

عبدالرقيب رقيب:

له قبيحو شيانو په صريحو الفاظو تعبير ته فحشاء ويل کيږي؛ د فحشاء دغه تعريف امام غزالي -رحمه الله- په إحياء العلوم کې ليکلي دي.

فحشاء ډير ځله د جنسي اړيکو په تعبير کې کيږي؛فسادګر خلک يادي اړيکې په صريحو او لوڅو الفاظو تعبيروي. خو نيکان خلک يې له يادولو ډډه کوي، که اړتيا شي نو په رمزي الفاظو يې تعبيروي…

د فحشاء باعث کله کله د بل ځورونه وي او کله بيا د فاسقینو او بدو خلکو سره ناسته پاسته انسان له فحشا سره عادي کړي، بيا ورته ناوړه نه ښکاري.

عيني -رحمه الله- په عمدة القاري کې ليکلي دي : هرڅه چې له خپل انداز نه دومره واوړي چې ناوړه شي فحش ګڼل کيږي.

د څه په اړه چې شريعت کوم انداز ټاکلی وي او له هغه انداز نه واوړي نو له شرعي نظره فحش ګڼل کېږي؛
مثلاً د انسان د بدن ښکاره کولو ته شريعت د انسان د جنسيت او نوعیت د اختلاف په اعتبار مختلف اندازونه ټاکلي دي؛

د سړيو بدن له نامه تر زنګنونو عورت ګڼل شوی دی، د حوري ښځې بدن له پښو, د لاس له خپړو او مخ نه سوا ټول عورت دی؛

که کوم سړی د نامه او زنګون ترمنځ د بدن کومه برخه )له شرعي ضرورت پرته( لوڅه کړي نو له شرعي نظره فحاشګر ګڼل کيږي؛

او که کومه ښځه د سر ويښتان يا لينګي او د عورت کومه بله برخه له ضرورت پرته لوڅه کړي نو د شريعت له نظره فحاشه ده.

فحش د اسلام له نظره حرام او ناروا کار دی؛
ﷲ ﷻ فرمايلي دي : “إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ”

په باوري توګه لمونځ له فحشاء او ناروا نه )خلک( راګرزوي.

رسول الله ﷺ فرمايلي دي : تاسو له فحش نه بالکل ځانونه وساتئ; ﷲ ﷻ له فحش او فحشګر سره مينه نه لري.¹

په بل حديث کې فرمایې: مومن فاحش نه وي.

افغانستان ته د جمهوريت, ډيموکراسۍ او فردي ازادۍ سره په پراخه پيمانه د فحشاء ويروس داخل شوی دی، ځيني په عمل کې فاحش دي او ځيني په خبرو او ليکنو کې له فحاشۍ سره مخ دي؛

دلته بيخي ډيري ښځې لوڅ سر, لوڅ لينګي او لوڅې غاړې په عامه محضر کې ګرزي، تردي چې نور هم د موډلينګ ترنامه لاندي دغسي فحاشۍ ته دعوتوي, همدغه يې قانوني حق ګڼل شوی دی، ځيني خو همدغه فحاشۍ د “لاسته راوړنو” په نوم يادوي, د افغانستان د لسيزو جګړه د همدغسي نادودو په تضمين پوري تړي!!

ځيني نور بيا په ليکنو او ويناو کې داسي لوڅ الفاظ کاروي چې انسان يې په اوريدلو او ليدلو شرميږي, په خواله رسنيو کې يې پوچ او بربنډ کلمات دومره ډير ليکلي دي چې هيڅ ليکنه يې له يادو فحاشيو خالي نه وي؛
په دوی کې د ځينو مطلب ډيموکراسۍ او د بيان ازادۍ ته کمپاين دی, دوی غواړي په دغسي کړنو سره د ډيموکراسۍ ريښې ټينګې کړي;
تیرکال امريکاغږ راډيو راپور خپور کړ چې “په مانيلا کې د يو پوهنتون يوشمير محصلينو د خپلو ليليو شاوخوا په ګډه لوڅه منډه وکړه. چې په وينا يې د بيان ازادۍ ته د خلکو پاملرنه راواړوي.!

او ځيني نور بيا له دوی نه متاثر شوي دي، له دوی سره اړیکو د دوی په رنګ رنګولي دي او د دوی غوندي په فحاشۍ ککړ شوي دي.

ﷲ ﷻ فرمايې :
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ ٱلْفَـٰحِشَةُ فِى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْأَخِرَةِ ۚ  وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿١٩﴾ النُّور-٢٤

بېشکه څوک چې د هغو کسانو تر منځ فحاشي خپرول خوښوي چې ايمان يې راوړی دی، په دنيا او آخرت کې ورلره دردوونکې سزا ده او الله پوهيږي او تاسې نه پوهېږئ.

مومنان دي ګومان نه کوي چې چاپیریال دي په فحاشۍ ککړ وي او دوی به ورنه په امن وي، داسي هيڅکله نشي کيدلای, فحاشي يوه ساري او خپريدونکي ناروغي ده; په فحاشه ټولنه کې عفت يواځي معجزه او کرامت کيدلای شي;

په هر مومن لازمه ده چې فحاشي او اسباب يې له منځه يوسي، کنه يوه ورځ به يې د هرمومن کورنۍ ته سرايت کړی وي او په پاکولو پسي به يې حيران وي!

کله چې د ﷲ ﷻ د پيغمبر )لوط عليه السلام ( کورنۍ په فحاشه ټولنه کې پاکه پاتي نشوه نو زما او ستا کورنۍ به څنګه پاکي پاتي شي!!

راځئ هغه نظام, هغه مادې, هغه فکرونه، هغه اشخاص او هغه اعمال په ټوليزه توګه رد کړو چې موږ او زموږ ټولنه د فحاشۍ کندې ته ټيله کوي.

_____

¹ « ﺇﻳﺎﻛﻢ ﻭاﻟﻔﺤﺶ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻪ ﻻ ﻳﺤﺐ اﻟﻔﺤﺶ ﻭﻻ المتفحش”. ﺃﺧﺮﺟﻪ ﺃﺣﻤﺪ ﻭﺻﺤﺤﻪ اﻟﺤﺎﻛﻢ.
² ﻋﻦ ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ، ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ، ﻗﺎﻝ: «ﻟﻴﺲ اﻟﻤﺆﻣﻦ ﺑﺎﻟﻄﻌﺎﻥ، ﻭﻻ اﻟﻠﻌﺎﻥ، ﻭﻻ اﻟﻔﺎﺣﺶ، ﻭﻻ اﻟﺒﺬﻱء» . «ﻫﺬا ﺣﺪﻳﺚ ﺻﺤﻴﺢ ﻋﻠﻰ ﺷﺮﻁ اﻟﺸﻴﺨﻴﻦ.
المستدرك للحاکم.

Related posts