جنوري 25, 2021

اردوغان: ایا صوفیه په مسجد بدلول د تېر میلادي کال لویه لاسته راوړنه وه

اردوغان: ایا صوفیه په مسجد بدلول د تېر میلادي کال لویه لاسته راوړنه وه

د ترکیې منتخب ولسمشر ”رجب طیب اروغان“ نن د نوي میلادي کال په مناسبت جوړې شوې ناستې ته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، ایا صوفیه بېرته په مسجد سره بدلول د تېر میلادي کال لویه لاسته راوړنه او مهمه پرېکړه وه.

نوموړي همدا راز ویلي، سره له دې چې هیواد یې په نړیواله کچه له ستر بحران سره مخ و، خو بیا هم نوموړي ایا صوفیه له موزیم څخه بېرته مسجد ته تبدیل کړه.

هېره دې نه وي چې رجب طیب اردوغان وکولی شول، د تېر کال په جولای میاشت کې له ۱۵۰۰ کلونو وروسته ایا صوفیه له موزیم څخه بېرته په مسجد بدله کړي.

ایا صوفیه چې یو تاریخي پسمنظر لري، په شپږمه میلادي پېړۍ کې د روم پلازمېنې قسطنطنیې کې د ارتدوکس کلیسا په نوم رغول شوې وه، د عثماني خلافت په موده کې چې کله قسطنطنیه فتحه شوه؛ نو دغه کلیسا تر جوړېدو نهه پیړۍ وروسته په جومات بدله شوه.

خو په ۱۹۳۴ میلادي کال کې بېرته په موزیم بدله شوه، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم په دا وروستیو کې ویلي، ایا صوفیه یو ځل بیا په مسجده سره بدلول د ترکیې اړوند یوه کورنۍ مسئله وه او ځینو هیوادونو هم د دوی دغه اقدام منلی و.

د یادونې وړ ده چې رجب طیب اردوغان له دې ستر اقدام څخه وروسته په نړیواله توګه یو غوره شخصیت وپېژاندل شو او د نوموړي دا کار د نړۍ ټولو مسلمانانو وستایه او د تاریخ په زرینو پاڼو د لیکلو وړ وګرځېده.

Related posts