جنوري 18, 2021

په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د امریکايي ځواکونو لخوا په مجاهدینو بمبارونه کول له تړون څخه سرغړونه ده

په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د امریکايي ځواکونو لخوا په مجاهدینو بمبارونه کول له تړون څخه سرغړونه ده

له تیرو څو ورځو را په دې خوا په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو لخوا د اسلامي امارت په مجاهدینو باندې مسلسل هوايي بریدونه شوي، له بلې خوا د کابل ادارې عسکرو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي چې امریکايي ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي.
دا بمبارونه په غیرجنګي سیمو کي ترسره شوې، او عملیات هم نوي پيل شوي دي.
د امریکايي لوري لخوا دا ډول مکررې سرغړونې داسې مهال رامنځته کیږي چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې (د تړون له لاسلیک څخه وروسته د مجاهدینو لخوا په امریکایانو کوم برید ندی شوی)، چې دا اعتراف د اسلامي امارت لخوا د دوحې تړون ته التزام او تعهد څرګندوي.
اسلامي امارت یوواري بیاخبرداری ورکوي، که یادې بمبارۍ او په کندهار کې عملیات هرڅه ژر بند نه شي او د بیا ځل لپاره په مجاهدینو باندې د تړون له مندرجاتو څخه خلاف بمبار او عملیات دوام وکړي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم جدي عکس العمل ته مجبوریږي چې په هغه صورت کې به یې مسؤلیت امریکايي لوري ته راجع وي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۵/۱۴۴۲هـ ق
۱۵/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/1/4م

Related posts