مې 09, 2021

 ۲۰۲۰کال؛ د یرغلګرو او کابل رژیم د جنګي جنایتونو څو بېلګې!

 ۲۰۲۰کال؛ د یرغلګرو او کابل رژیم د جنګي جنایتونو څو بېلګې!

سید سعید

۲۰۲۰ کال کې  افغان ولس له ګڼو امنیتي، اقتصادي، صحي او….. ستونزو او کړاونو سره لاس او ګریوان و،له یوې خوا که د سوداګرۍ د کمزوري بهیر او کرونا وباء له امله خلک له صحي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ وو، له بلې خوا د یرغلګرو او کابل ادارې د بمبارونو، چاپو او توپچي بریدونو له کبله په خورا لوی تکلیف او کړاو کې راګیر وو.

۲۰۲۰ کې مو هره ورځ او شپه  د ښځو او ماشومانو د شهادت، د کورونو، مسجدونو، مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو د په نښه کولو او ویجاړي خبرونه درلودل. د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه چې دوحه کې طالبانو او  امریکا کوم تړون امضاء کړ په نتیجه کې یې د دواړو خواوو په بریدونو کې کمښت راغلی، خو په ډير تاسف سره چې د کابل رژیم په هوایې او مځکینو بریدونو کې نه یوازي دا چې کموالی تر سترګو نشو، بلکې ډیرښت پکې راغلی.

 په لاندې کرښو کې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې داشغالګرو او کابل ادارې په بمباریو، توپچي بریدونو، ډرون حملو او چاپو کې د ملکي تلفاتو او عام المنفعه تاسیساتو د په نښه کولو څو بېلګې ذکر کوو.

۲۰۲۰ کال؛ جنوري:

د جنوری په ۸مه یرغلګرو او حکومتي قواوو د کندز مرکز په چقور قشلاق سیمه کې په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې، د مدرسې شپږ تنه طالب العلمان یې شهیدان کړي،ځینې زده کونکي او استادان یې وهلي او د یوه استاد په ګډون یې څلور تنه زده کونکي بندیان کړي دي.

د جنوري په ۱۰مه د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قره تپه سیمه کې ګډو ځواکونو دخلکو پرکورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې کورونه ویجاړ شوي، شپږ تنه ماشومان او ښځې په شهادت رسیدلي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۳مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د هیواد بازار پرسیمه یرغلګرو او داخلي عسکرو  چاپه وهلې، دخلکو کورونه یې  تلاشي کړي، خلک یې وهلي او په سیمه کې یو کلینیک یې منفجر کړی دی.

د جنوري په ۲۵مه  د بلخ  ولایت دبلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د حکومتي ځواکونو په هوایې بریدکې درې ښځې او څلور ماشومان شهیدان شوي، ډيرو کورونو ته زیان او ښتی او خلک  دژمي په یخ موسم کې دسرپناه او ځان ساتنې له ګڼو ستونزو سره مخامخ  شوي دي.

د جنوري په ۲۹مه د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یرغلګرو دولسي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډرون برید کړی،چې له امله یې ددوو نجونو په ګډون  پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۳۱مه  د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو یرغلګرو دملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر ډرون حمله کړې،په دغه برید کې د یوې کورنۍ اووه تنه غړي شهیدان شوي دي.

فبروري:

د فبروري په ۲مه د کندز ولایت د ګل تيپې ولسوالۍ د باغ شرکت په سیمه کې ګډو ځواکونو د (BHC)  موسیسې یو کلینیک او ورڅېرمه ښوونځی او کورونه بمبار کړي، په دې بمبار کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او ښتې ده، خو کره شمېر یې جوت شوی نه دی.

د فبروري په ۲مه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ده جوز سیمه کې ګډو ځواکونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي  او دخلکو کورونو ته زیان او ښتی دی.

د فبروري په ۵مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په محفلي تره خیل سیمه کې یرغلګرو پر یوه مدرسه( تحسین القران) ډرون حمله کړې چې له امله یې د مدرسې درسګاه ویجاړه شوې او درې تنه طالب العلمان شهیدان شوي دي.

دفبروري په ۶مه دهلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ  درباط په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو پر دوو موټرو ډرون حملې کړې، په دې بریدونو کې دواړه موټر له منځه تللي او پکې سپاره ۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۸مه د میدان وردګ ولایت د جلګې ولسوالۍ په حکیم خیلو کلي کې د یرغلکرو په ډرون برید کې درې تنه محصلین( محمد خالد، مسیح الله او وحیدالله) شهیدان شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د فبروري په ۸مه  د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په غورتو سیمه کې  یرغلګرو د حاجي عبدالسلام اکا پر مسجد ډرون برید کړی چې  له امله یې  مسجد ویجاړ شوی، اووه تنه زده کونکي او لمونځ کونکي پکې شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۱۰مه د فراه ولایت دمرکز اړوند د غلامان دښت کې یرغلګرو د ملکي خلکو پر یو موټر ډرون برید کړی، په دې برید کې په موټر کې سپاره شپږ تنه ملکي وګړي چې په ښکار پسې وتلي وو، شهیدان شوي دي. همداراز دفراه ښار د کاریز شیخان په سیمه کې  هم دیرغلګرو په ډرون حمله کې د ملکي خلکو موټر په نښه شوی او پکې سپاره پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۴مه  د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې یرغلګرو د ملکي وګړو په یو ډاډسن او سراچه موټر و هوایي برید کړی،په دې برید کې په دواړو موټرو کې سپاره یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شو ي دي.

د فبروري په ۱۷مه د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ  د  اربۍ مانده  سیمه کې یرغلګرو د ملکي خلکو دسپرلۍ موټر په نښه کړی، چې له امله یې درې ښځې، اووه ماشومان او دوه نارینه شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۲۰مه اربکیانو د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د حاجي خال مراد په نوم  یو قومي مشر او یو بل ملکي وګړی شهیدان کړي دي.

مارچ:

دمارچ په ۱۷مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په توت مزار سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار او توغندیزو بریدنو کې لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او دوې میرمنې ټپیانې شوې دي.

د مارچ په ۲۰مه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په چشمه دوزک سیمه کې داخلي عسکرو دوه تنه تجاران (تازه ګل او عبدالرحمن ) شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۲۱مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې حکومتي الوتکو دیو ملکي وګړي( عبدالرشید) کور  بمبار  کړی،چې له امله یې  دهمدې کورنۍ  یوولس تنه غړي شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي او ځینې کورونه زیانمن شوي دي.

اپریل:

داپریل په ۴مه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د ګرم آب په قحط زو سیمه کې ګډو ځواکونو د یو ملکي هیوادوال(حاجي عبدالکبیر اکا) پر کور بمبار کړی، په دغه بمبار کې پنځه تنې ښځې او دوه ماشومان شهیدان او د همدې کورنۍ دمشر حاجي عبدالکبیر په ګډون ددغه کور اته تنه  نور غړي ټپیان شوي دي.

داپریل په ۲۲مه د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ پر ځینو کلیو د یرغلګرو او حکومتي ځواکونو په بمبار او توپچي ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او دمسجد او روغتون تر څنګ دخلکو ۲۲ بابه کورونه تخریب او زیانمن شوي او خلکو ته لوی مالي تاوان رسیدلی دی.

د اپریل په ۲۸مه  دغور ولایت دمرکز فیروزکوه د بادروک په سیمه کې حکومتي عسکرو دملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې، خلک له ډاره د نژدې غره په لور تښتیدلي، خو حکومتي الوتکو په نښه کړي او اووه تنه ملکي وګړي یې پکې شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۳۰ مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو بازار کې داخلي عسکرو یو د خیاطۍ دوکان او د چایو سماوار سوځولي دي.

مئ:

د مئ په ۹مه د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار کې پولیسو په هغو بې روزګاره مظاهره کوونکو ډزې کړې چې  دحکومت دفساد پر ضد یې احتجاج کاوه، په دې ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او اولس تنه ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۱مه  د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په غونډانو سیمه کې  اشغالګرو د قومي مشرانو پر یوه غونډه بمبار کړی، په دغه بمبار کې نهه تنه قومي مخور شهیدان او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. ددې برید په غبرګون کې خلکو لاریون تر سره کړ، خلکو ویل چې ددې پیښې عاملین  دې محاکمه شي او دهستوګنې پر سیمو  دې  دورته  بریدونو مخه ونیول شي، خو لاریون لا پای ته نه و،  رسیدلی چې ځایې پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې، یو تن یې شهید او پنځه نفره لاریون کوونکي یې ژوبل کړل.

د مئ په ۱۹مه  حکومتي ځواکونو دپروان ولایت مرکز مربوط خلازیو سیمه کې دتعلیم القران مدرسې په جومات  برید کړی،په دغه برید کې اته نفره ولسي وګړي شهیدان او لس تنه ټپیان شوي دي، برید داسي مهال شوی چې  خلک  دماښام په لمانځه ولاړ وو.

د مئ په ۲۰مه د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ په جنګل اریغ کلي کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

جون:

د جون په ۱۵مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هرات ته پر غځېدلي سړک  حکومتي عسکرو دمهاجر بازار په نوم یو سیمه ییز بازار په بلدوزرونو ویجاړ کړی، دسیمه ییزو خلکو په وینا حکومتي عسکرو په دې بازار کې دولسي خلکو ۲۰۰دوکانونه، ۱۳کانتینرونه،۸درملتونونه، او ۱ د تیلو پمپ ویجاړ کړي، قیمتي توکي یې ترې وړي او خلکو ته یې ملیونونه افغانۍ تاوان رسولی دی.

د جون په ۲۳مه د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو دوه کلیوال( نعمت الله او عبدالکریم) له خپلو کورونو را ایستلي او  په ټانکونو پسې یې په کشولو – کشولو شهیدان کړي دي.

د جون په ۲۹مه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار پر ګنج\ مېله ځای باندې د میوند قول ارد د دوهمې لواء څخه د ډي سي توپ څو توغندي ویشتل شوي چې له امله یې درویشت تنه ولسي هیوادوال شهیدان او تر څلویښت ډير ملکي وګړي ټپیان شوي دي، په ټپیانو او شهیدانو کې سپین ږیري، ځوانان او ماشومان شامل دي، دوی ټول دې سیمه ییز ګنج ته دحیواناتو د پېر او پلور لپاره راغلي وو. حکومت له دې برید څخه انکار وکړ، خو عیني شاهدانو ویل چې توغندي ددوهمې لېوا څخه راپیر شول او په ګنج کې ولګیدل،تر برید دوې ورځې وروسته ملګرو ملتونو هم تائید کړه چې د یادشوي برید عاملین حکومتي ځواکونه دي.

جولای:

د جولای په ۷مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سیمه کې د۲۱۵ قول اردو له مرکز څخه توغول شوي هاوانونه پر یو مسجد لګېدلي، پنځه تنه لمونځکونکي یې له امله شهیدان او اووه تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۸مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په عمرخیلو کلي کې حکومتي الوتکو په  پر یو کور  بمبار کړی، چې له کبله یې پنځه  میرمنې او ماشومان شهیدان شوي او کور تخریب شوی دی.

د جولای په ۲۲مه د هرات ولایت د ګزرې ولسوالۍ  په خم زیارت سیمه کې د حکومتي الوتکو په دوه ځلي بمبار کې شل تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، لسګونه ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه اوښتي دي. د سیمه ییزو خلکو په وینا لومړی دخالد په نوم یو بندي چې له بګرام زندان څخه  تازه را خلاص شوی و، پر کور برید و شو، وروسته چې خلک د شهیدانو او ټپیانو د انتقال لپاره راغلل، دې وخت کې دوهم برید هم وشو چې نوره مرګ ژوبله یې رامنځته کړه. له دې برید وروسته حکومت ادعاء وکړه چې لسګونه طالبان یې له منځه وړي دي، خو وروسته ثابته شوه چې د همدې دواړو بریدونو قربانیان ولسي وګړي دي.

اګسټ:

د اګست په ۱۰مه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د قاضي په سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ماشومان او ښځې شهیدان شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.

د اګست په ۱۳مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې دحکومتي ځوواکونو په بمبار او توپچي ډزو کې یوه د نجونو لېسه او یو کور تخریب شوي او یوه میرمن شهیده شوې ده.

داګست په ۱۸مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په لغړو کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي شهیدان شوي او اووه تنه ټپیان شو ي دي.

 د اګست په ۱۹مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهلګزي سیمه کې حکومتي الوتکو د مدني فعال اسدالله کاکړ پر کور بمبار کړی، په دغه بمبار کې د نوموړي د کورنۍ درې میرمنې شهیدانې شوې او د کورنۍ یو شمېر غړي یې ټپیان شوي دي.

سپټمبر:

د سپتمبر په ۵مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د کدیخیلو ملایانو قلعه سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ماشومان شهیدان شوي او دوې ښځې ژوبلې شوې دي.

د سپټمبر په ۵مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې حکومتي الوتکو په جامع مسجد او ګڼو کورونو باندې بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوې ښځې او لس تنه ماشومان ژوبل شوی، مسجد شهید شوی، د ملکي خلکو  شپږ کورونه او یو دارالحفاظ وران شوي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په نیک پای سید رمضان کلي کې حکومتي ځواکونو د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی، دعیني شاهدانو په وینا په دغه بمبار کې ۲۳ تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او اوولس تنه ټپیان شوي دي، همداراز په دغه بمبا رکې ګڼ کورونه هم ویجاړ او زیانمن شوي دي.

اکتوبر:

د اکتوبر په ۱۲مه د کندز ولایت مرکز په شورابي قشلاق سیمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په بریدنو کې یو مسجد او ګڼ کورونه زیانمن شوي او اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او څلور نفره نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۱۲مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سيمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې نهه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او شپږ تنه ماشومان ژوبل شوي دي.

داکتوبر په ۲۱مه د تخار ولایت د مرکز تالقان په هزاره قرلق سیمه کې حکومتي الوتکو پر یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوولس تنه زده کوونکي شهیدان شوي او د ملا امام په ګډون اتلس تنه نور ټپیان شوي دي. په یاد شوي بمبار کې دتخار والي هم د ملکیانو ذکر شوې مرګ ژوبله تائید کړه، که څه هم د ارګ لومړي مرستیال( صالح) په دغه پیښه کې د ولسي وګړو تلفات رد کړل او زیاته یې کړه کوم کس چې اول دې پیښه کې د ملکي تلفاتو خبر ورکړی، هغه کس به  مجازات کړي!!

داکتوبر په ۲۷مه د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په بودنه قلاه سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د اکتوبر په ۳۱مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ مرکز بازار باندې یرغلګرو او حکومتي ځوواکونو بمبار کړی، له سیمې څخه د ورکړل شوو معلوماتو په اساس په دغه بمبا رکې د همدې بازار ګن دوکانو،هوټلونه اومارکیټونه ویجاړ او زیانمن شوي چې په سبب یې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

نومبر:

 د نومبر په ۴مه د کندز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په نوابادسيمه کي حکومتي الوتکو د ملکي خلکو پر هغې ګڼې ګونې بمبار کړی، چې د طالبانو له لوري د نیول شوي بیس لیدلو ته راټول شوي وو،د رسنیزو رپوټونو په اساس په دغه بمبار کې دیارلس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او اووه لس تنه ټپیان شوي دي.

د نومبر په ۱۱مه حکومتي الوتکو د کندز ولايت د  خان ابادولسوالۍ د اخترتپې ترڅنګ دولسي وګړوکورونه بمبارکړي، په یاد شوي بمبار کې لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

د نومبر په ۲۱مه د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د ماکیانو د کلي یو مدرس عالم مولوی خدای نظر چي د کلي کوچنیانو ته یې درس وایه، داخلي عسکرو نوموړی دیني عالم لومړی له مدرسې څخه ایستلی،بیا یې د کلي منځ کې شهید کړی او وروسته یې په شوبله پسې تړلی او تر خپلې پوستې پورې یې پر مځکه کش کړی دی.

د نومبر په ۲۶مه د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په کوکچائل سیمه کې حکومتي الوتکو د یو ملکي وګړي( امین الله) پر کور بمبار کړی، د لومړینو رپوټونو په اساس په دغه بمبار کې د امین الله په ګډون د نوموړي د کورنۍ دوولس تنه غړي شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۶مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د دیوانه ورخ پربازار اوشاوخوا کليو باندې حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې  پنځه لس تنه ملکي وګړي(د ښځو او ماشومانو په ګډون) شهیدان او ټپیان شوي دي.

ډسمبر:

د ډسمبر په ۱۰مه د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په لاکوخیلو سیمه کې اشغالګرو دولسي وګړو پر کورنو بمبار کړی چې له امله یې لس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په سبزي کلي باندې حکومتي ځواکونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې د ملکي خلکو ګڼ کورونه ویجاړ شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۵مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په یرګتو سیمه کې حکومتي الوتکو د مشهور ولی الله ( ملانوح بابا، رحمه الله) په مقبره بمبار کړې او شپږ تنه  ولسي وګړي یې پکې شهیدان او ټپیان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۶مه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې جکومتي عسکرو یو ځوان شکنجه کړی،بیا یې پر ماین کښېنولی او ماین یې منفجر کړی چې له امله یې نوموړی ځوان شهید شوی دی.تېر کال هم حکومتي عسکرو لوګر کې یو ملکي وګړی چې سعودي کې له اوږدې مسافرۍ وروسته خپل کور ته راغلی و، په ورته توګه شهید کړ.

د ډسمبر په ۳۰مه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په ملک حضرت او سیدانو درې سیمو کې د حکومتي ځواکونو د توپچي بریدنو او بمبار له امله دوه تنه سیمه ییز ډاکټران یوه میرمن او درې تنه نور ولسي وګړي شهیدان شوي او ځیني کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،نن ټکی اسیا= او…..]

Related posts