جنوري 25, 2021

کابل کې پر محصلینو او زده کونکو د چاپو اچولو او بندیانولو په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

کابل کې پر محصلینو او زده کونکو د چاپو اچولو او بندیانولو په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

د کابل ادارې وحشي استخباراتو په کابل کې له لیرې ولایتونو څخه د راغلیو محصلینو او زده کوونکو په لیلیو او اطاقونو باندې چاپې اچولې دي او شاو خوا تر (۲۰۰۰) دوه زرو زیات محصلین او زده کوونکي یې نیولي او بیولي دي، چې د ډېرو یې تر اوسه برخه لیک ندی معلوم.

یو شمېر محصلین چې د دوی له کرغېړن بند څخه بېرته راخوشي شوي وايي، چې عسکرو بوتلل او یوه شپه یوه ورځ یې د ژمي په سړه هوا کې ساتلي او ځینې نور یې شکنجه کړي، وهلي او ټکولي دي، چې دوی سره دغه ناوړه چلن د دوی په رواني وضعیت منفي اغیز کړی دی.

همدا ډول څه موده مخکې په کابل کې د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ یو محصل رحمت ګل د سپین ګل زوی چې په کابل کې یې د انګلیسي او کمپيوټر کورسونه ترسره کول، د کمپنۍ اړوند آبرسانۍ په سیمه کې په شهادت رسول شوی دی.

دغه راز څو ورځې وړاندې د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ کې مزدورو عسکرو د حضرت بلال رضی الله په نوم د یوې لیسې په زده کوونکو داسې مهال ډزې کړي، چې په یاده لیسه کې له امتحان ورکولو وروسته، دخپلو کورونو په طرف روان وو.

په دغه پېښه کې ۲ تنه شاګردان (سعیدالله او عرفان الله) شهیدان او ۲ نور ژوبل شوي وو.

د هېواد د علم او پوهې  دښمنان پرته له کوم مشخص او واضح هدف څخه په زده کوونکو او محصلینو شکنجه کوونکي او وژونکي بريدونه ترسره کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او د عالي تحصيلاتو کمېسیون په محصلینو، زده کوونکو او دې ته ورته په تعليمي مراکزو، ديني مدارسو، مساجدو او نورو عامه شتمنیو او تأسیساتو باندې بريدونه په کلکو ټکو غندي، او په هیڅ ډول یې دتوجیه وړ نه بولي، بلکې یوازې د وحشت ښودنې، ویرې خپرونې او پروپاګند کولو په موخه شومې کړنې یې بولي او په دې کې د کابل ادارې د لوړې سطحې مسئولین شریک بولي.

چې خورا په ډېره بې شرمۍ سره په بې دفاع زده کوونکو ورته وحشتونه ترسره کوي، یاد کمېسیون له ټولو علمي او تعلیمي نهادونو څخه غواړي چې دکابل ادارې د دا ډول وحشتونو مخه ونیسي.
۲۳/۵/۱۴۴۲هـ ق
۱۸/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ
7/1/2021 م

Related posts