جنوري 18, 2021

فاریاب: خیبر ولسوالۍ کې د بناتو یو باب دیني مدرسه جوړه شوه

فاریاب: خیبر ولسوالۍ کې د بناتو یو باب دیني مدرسه جوړه شوه

له فاریاب څخه رارسېدلي رابورونه وایي، چې ددغه ولایت اړوند په خیبر ولسوالۍ کې د بناتو یو باب دیني مدرسه د (جامعه حفصه رضي الله عنها) په نامه جوړه شوه.

د تعلیم او تربیې ولایتي مسؤلینو خیبر ولسوالۍ اړوند ابدالي کلي کې د بناتو د دیني مدرسې پرانسته د یوې پرتمنې غونډې په ترڅ کې وشوه، په دې غونډه کې د خیبر ولسوالۍ مسؤل ”مفتي محمد فاروق“، علماء کرامو، د مدرسې مهتمم، استادانو، شاګردانو، متنفذینو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

په دې پرانست غونډه کې علماء کرامو ګډونوالو ته د علم او پوهې په اهمیت خورا ارزښتناکې خبرې وکړې، له معمول سره سم یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د مفتي محمد فاروق په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۱/۵

Related posts