جنوري 18, 2021

سرپل: د شمال لوېدیځې حلقې، تعلیمي او روزنیز سیمینار تر سره شو

سرپل: د شمال لوېدیځې حلقې، تعلیمي او روزنیز سیمینار تر سره شو

د شمال لوېدیځ زون سیمه ییز مسؤل، شمال لوېدیځ زون کې د پوهنې مسؤلینو لپاره د روزنې سیمینار په لاره اچولو او د سرپل ولایت اړوند ولسوالیو د اداري چارو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.

په شمال لوېدیځ زون کې د پوهنې مسؤلینو لپاره د جوړ شوي سیمینار له پای ته رسېدلو وروسته، د شمال لوېدیځ زون سیمه ییز مسؤل د تعلیمي چارو د لا ښه والي لپاره د سرپل له والي، یو شمېر ولسوالانو، علماء کرامو، قومي مخورو او متنفذینو سره یې لیدنې تر سره کړي دي.

نوموړي د دغو لیدنو په جریان کې له خلکو غوښتي، چې د تعلیمي چارو د لا پیاوړتیا په موخه د سرپل ولایت اړوند ولسوالیو کې د پوهنې له مسؤلینو سره همکاري وکړي، ځایي خلکو ته ترغیب ورکړي، چې خپل ماشومان تعلیمي مراکزو ته ولېږي او دېته خلک وهڅوي چې تعلیمي ادارو سره مالي مرستې وکړي، تر څو یې بچیان په خورا اطمنان سره درسونه سر ته ورسوي.

د شمال لوېدیځ زون حلقې د پوهنې مسؤل په دغه ولایت کې له یو باب دار الایتام څخه لیدنه وکړه او د شاګردانو د لا تشویق په موخه یې نقدي انعامات هم ورکړل.

یاد مسؤل په همدې ترتیب په دغه ولایت کې له یو شمېر دیني مدارسو څخه له نږدې لیدنې وکړې، د دیني مدارسو له مهتممینو، طالب علمانو او قومي سپین ږیرو سره یې غونډې تر سره کړې، په دغو غونډو کې یې له ګډونوالو وغوښتل، تر څو د دیني مدارسو په جوړولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او کوښښ وکړي تر څو په خپلو کلیو کې کلیوالي دیني مدرسې ورغوي.
۲۰۲۱/۱/۵

Related posts