جنوري 25, 2021

افغانانو ته د اشرف غني د واک د بقاء په نسبت سوله مهمه ده

افغانانو ته د اشرف غني د واک د بقاء په نسبت سوله مهمه ده

د ورځي خبره

په راتلونکو څو ورځو کې به د قطر هیواد په دوحه کې د بین الافغاني مذکراتو دوهم پړاو پیل شي. په داسې حال چې د دې مذاکراتو پایلو ته ټول افغان ولس په ډیره تلوسه انتظار باسي او راتلونکی سوله ییز ژوند له همدې مذکراتو سره تړلی بولي، بل اړخ ته د ارګ چارواکي داسې څرګندونې کوي چې د جوړجاړي او تفاهم له روح سره اړخ نه لګوي.
اشرف غني او د ټیم غړو یې ننګرهار ولایت ته د سفر په مهال یو ځل بیا د خپل واک په غځولو ټینګار وکړ او د سولې د راتګ هغه احتمال یې رد کړ چې په ارګ د نوموړي اقتدار ورسره پای ته ورسیږي.
تر دې وړاندې هم چې د ارګ واکمنو بیا بیا د مذاکراتو د پروسې په وړاندې خنډونه جوړ کړي نو علت یې دا بلل شوی چې د ارګ واکمن غواړي د مذاکراتو د پروسې په ځنډولو او اوږدولو سره د خپل واک پایښت ته زمینه رابر او خپله د واک موده بشپړه کړي.
خو بل اړخ ته ټول افغان ولس په دې نظر دی چې د افغانستان او افغان ولس لپاره د اشرف غني د واکدارۍ په نسبت سوله ډیر مهم، حیاتي او مبرم ضرورت دی. د اشرف غني واکمني افغانستان ته له فقر، بد بختۍ، مرګ ژوبلې، بدنامۍ او ستونزو پرته بل ارمغان نه دی راوړی. په همدې واکمني کې وو چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په ولس د بمبارونو، چاپو او ظالمانه عملیاتو چپه میچنې وچلیدې. په ګڼ شمیر کې کورونه، بازارونه، مقدس مقامات او عام المنفعه تاسیسات له منځه یووړل شول او په زرګونو ولسي وګړي مړه یا ژوبل شول.
افغان ولس په هیڅ صورت د دې ناروا اقتدار دوام نه غواړي. افغانستان تر دې ډیر لوړ او معزز دی چې یو داسې بې ريښې او پردیپال ګروپ ورباندې واک وچلوي. بالمقابل افغان ولس سولې ته اشد ضرورت لري. دې ولس څو لسیزې په نارامیو او جګړه ییز وضعیت کې تېرې کړي دي. د هیواد د آزادۍ او یوه سوله ییز اسلامي نظام لپاره یې خورا درنې قربانۍ ورکړې دي اوس د دې وخت رارسیدلی چې د ولس له خوښې سره سم یو خپلواک او صالح نظام رامنځته شي.د ارګ د واکمنو لخوا د خپل واک په غځولو ټینګار د مسئلې حل نه بلکې د مذاکراتو او سوله ییز حل په وړاندې یو خنډ بلل کیدای شي.
په آخر کې باید ووایو چې دا هیواد د کوم فرد، ډلې یا سیاسي ګروپ شخصي مال نه دی چې د د واکدارۍ حق یې له ځان سره خوندي وګڼي او حتی د سولې د راتګ په قیمت هم د خپل واک پریښودلو ته آماده نه وي. موږ باور لرو چې واقعي سوله او د مسائلو حل هغه وخت ممکن دی چې دا هیواد ټولو اقشارو مشترک کور وګڼل شي. ټول سیاسي اړخونه په هغه نظام اتفاق وکړي چې د افغانستان د مؤمن ولس له معتقداتو او دیني باورونو سره اړخ لګوي. چې هغه یو واقعي شرعي نظام دی.

Related posts