جنوري 25, 2021

په ۲۰۲۰م کال کې بمبار او ویجاړ شوي مسجدونه

په ۲۰۲۰م کال کې بمبار او ویجاړ شوي مسجدونه

سید سعید:

د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې دیرغلګرو او کابل ادارې په هوایې او مځکني بریدونو کې په زرګونو ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، کورونه او دوکانونه یې بمبار شول، شتمنۍ یې لوټ شوې او په مختلفو پلمو او نومونو ترور، تهدید او شکنجه شول. پر دې سربیره یرغلګرو او کابل رژیم دافغان ولس معنویات هم مجروح کړل، په دیني ارزښتونو یې ملنډې ووهلې او د یو پلان له مخې یې سلګونه د دیني زده کړو مرکزونه او مسجدونه بمبار کړل او بې حسابه لمونځ کوونکي، ملا امام او زده کوونکي یې پکې شهیدان او ژوبل کړل.
د پیښو دعیني شاهدانو او زیانمنو شوو هیوادوالو له قولونو او رسنیو څخه لاندې د ویجاړ شوو او په نښه شوو مسجدونو څو بېلګې او ارقام راخیستل شوي.
په ۲۰۲۰ کال کې د بمبار او ویجاړ شوو مسجدونو څو مثالونه:
د ۲۰۲۰د جنوري په ۲۳مه دهرات ولایت دچشت ولسوالۍ د دره تخت په سیمه کې حکومتي عسکرو دملکي وګړو دوه کورونه او یو مسجد ویجاړ کړي دي.
د جنوري په ۲۴مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په ایشانټوب محفلي سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال ګڼ کورونه تلاشي کړي، خلک یې وهلي او د مسجد دروازې او کړکۍ یې ماتې کړې او فرشونه یې سوځولي دي.
د فبروري په ۸مه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په غورتو سیمه کې یرغلګرو د حاجي عبدالسلام اکا پر مسجد ډرون برید کړی چې له امله یې مسجد ویجاړ شوی، اووه تنه زده کونکي او لمونځ کونکي پکې شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي دي.
داپریل په ۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په پټان خیلو سیمه کې حکومتي ځواکونو یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې د محمد نور په نوم یو ملکي وګړی او زوي یې شهیدان شوي او ځینو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
د اپریل په ۱۰مه یرغلګرو او حکومتي ځواکونو د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په استرب، باشند، یومل او تیرګران کلیو کې داستوګنې پر سیمو بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي، همداراز په دغه بمبار کې داسترب کلي جامع مسجد تخریب شوی او دملکي هیوادوالو ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.
د اپریل په ۲۷مه حکومتي ځواکونو د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي دکښته ښاخ پر لوی مسجد د ثقیله وسلو ډزې کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی( حاجي محمدرفیق کاکا) شهید شوی دی.
د اپریل په ۲۹مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په افلاس پوښ سیمه کې د حکومتي عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کې د منهاج العلوم په نوم مشهوره ديني مدرسه او مسجد تخریب شوي دي.
د مئ په ۱۹مه د کندز ولایت مرکز اړوند عاق مسجد سیمه کې دحکومتي ځواکونو په یو برید کې دسیمې مسجد زیانمن شوی دی.
د مئ په ۱۹مه حکومتي ځواکونو دپروان ولایت مرکز مربوط خلازیو سیمه کې دتعلیم القران مدرسې په جومات برید کړی،په دغه برید کې اته نفره ولسي وګړي شهیدان او لس تنه ټپیان شوي دي، برید داسي مهال شوی چې خلک دماښام په لمانځه ولاړ وو.
د جون په ۲۱مه د غور ولایت د الله یار ولسوالۍ د غار په سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دوه تنه زخمیان شوي، یو مسجد زیانمن شوی او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.
د جون په ۳۰مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شپږم سړک سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دکلي مسجد زیانمن شوی او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د جولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د محمد قلي کلي پر مسجد حکومتي الوتکو بمبار کړی،په دغه بمبار کې جومات نړیدلی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د جولای په ۷مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سیمه کې د۲۱۵ قول اردو له مرکز څخه توغول شوي هاوانونه پر یو مسجد لګېدلي، پنځه تنه لمونځکونکي یې له امله شهیدان او اووه تنه ټپیان شوي دي.
د جولای په ۲۶مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنــو- لشکري خیل سیمه کې اشغالګرو پر یو جومات ډرون حمله کړې، په دې حمله کې مسجد وران شوی او یو ملکي وګړی پکې شهید شوی دی.
داګست په ۷مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالي د جوي خوجې په سیمه کې د حکومتي عسکرو د ثقیله وسلو په بریدونو کې یو مسجد زیانمن شوی او پنځه تنه طالب العلمان او عام وګړي پکې شهیدان او ژوبل شوي دي.
د اګست په ۱۵مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د روزګانیانو په سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو مسجد شهید شوی دی.
د اګست په ۲۵مه دفاریاب ولایت دچهلګزي ولسوالۍ په هزارقلعه سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې یو مسجد شهید شوی دی.
د اګست په ۲۹مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د میرخان خیلو په مسجد حکومتي الوتکو بمبار کړی، چې له کبله یې مسجد شهید شوی دی.
د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د کوسه قلعه او نوده په سیمو کې حکومتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه مسجدونه او د ولسي وګړو کورونه وران شوي دي.
د سپټمبر په لومړۍ نیټه حکومتي عسکرو د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ د علم خېلو څلورلارې مسجد په بلډوزرونو شهید کړی دی.
د سپټمبر په ۵مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې حکومتي الوتکو په جامع مسجد او ګڼو کورونو باندې بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوې ښځې او لس تنه ماشومان ژوبل شوی، مسجد شهید شوی، د ملکي خلکو شپږ کورونه او یو دارالحفاظ وران شوي دي.
د سپټمبر په ۱۲مه د لوګر ولايت مرکز اړوند پياروخيلو کلي کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې یو مسجد زیانمن شوی او دوه ولسي وګړي شهیدان شوي او اته تنه نور ژوبل شوي دي.
د سپټمبر په ۱۵مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د تره خیلو کلي کې حکومتي ځواکونو د استوګنې پرسیمه بمبار کړی، چې له کبله یې یو مسجداو پنځه کورونه زیانمن شوي او خلکو ته مالي زیانونه او ښتي دي.
د اکتوبر په ۵مه د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې حکومتي ځواکونو یو جومات بمبار کړی، چې له امله یې د مسجد یوه برخه نړېدلې، خو ځاني زیان نه دی پکې رامنځته شوی.
د اکتوبر په ۷مه دبادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ په لنګرسیمه کې د حکومتي الوتکو په بمار کې یو مسجد شهید شوی دی.
د اکتوبر په ۱۲مه د کندز ولایت مرکز په شورابي قشلاق سیمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په بریدنو کې یو مسجد او ګڼ کورونه زیانمن شوي او اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او څلور نفره نور ټپیان شوي دي.
داکتوبر په ۲۱مه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د جوی عرب په سیمه کې حکومتي الوتکو یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد شریف زیانمن شوی او یو ماشوم پکې ژوبل شوی دی.
داکتوبر په ۲۱مه د تخار ولایت د مرکز تالقان په هزاره قرلق سیمه کې حکومتي الوتکو پر یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوولس تنه زده کوونکي شهیدان شوي او د ملا امام په ګډون اتلس تنه نور ټپیان شوي دي.
د اکتوبر په ۲۸مه د کندزولايت د خان اباد ولسوالي د قومندان محراب په کلي کې د حکومت په یو هوایې برید کې یو مسجد شهید شوی او ځینې کورونه ویجاړ شوي دي.
د نومبر په ۲مه د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په برات خیلو کلي کې حکومتي الوتکو یو مسجد بمبار کړی،چې یو لمونځ کونکی پکې شهید شوی او بل تن ژوبل شوی دی.
دنومبرپه ۳مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په قل کرک کلي کې حکومتي ځواکونو پر یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد شهید شوی، خو خلکو ته پکې ځاني زیان نه دی رسیدلی.
د ډسمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د حاجي کلي په مسجد او کلیوالي مدرسه باندې حکومتي الوتکو بمبار کړی چې له امله یې دواړه زیانمن شو ي دي.
د ډسمبر په ۶مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په سیدانو کلي کې جکومتي الوتکو یو مسجد په نښه کړی، په دغه بمبار کې یاد شوی مسجد زیانمن شوی، یو ملکي وګړی پکې شهید شوی او درې کسان ژوبل شوي دي.
د ډسمبر په ۲۱مه د حکومتي ځواکونو د لوګر ولایت د پل علم په دوشنبه سیمه کې پر یو جومات بمبار کړی،چې ورسره یو کور هم زیانمن شوی،خو چاه ته پکې د سر زیان نه دی رسیدلی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو، ازادي راډيو، افغان اسلامي اژانس، پژواک خبري اژانس، ټول افغان او نن ټکی اسیا ويب پاڼې]

Related posts