جنوري 25, 2021

پر ولسي وګړو د بمباريو او هوايي بريدونو دوام !

پر ولسي وګړو د بمباريو او هوايي بريدونو دوام !

ابویحیی بلوچي
ژباړه: سعد کټوازی
تېره ورځ د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د کابل مزدورې ادارې د بمبار له امله۱۲ولسي وګړي چې زياتر يې تنکي ماشومان دي شهيدان او دوه نور ځخميان شوي.
پر ولسي وګړو د کابل ادارې ړندې بمبارۍ په داسي حال کې لازياتې توندې شوې چې د هغې ويندويان په ورځني ډول او د رسنيو له لاري د اوربند داسي شعارونه پورته کوي چې آن د دې ظالمانو له مظلومانه چيغو او کريغو يې نړۍ اغېزمنه او پر حال يې دردېږي، خو دېته نه ګوري چې همدغه د کابل مزدوره اداره ده چې پر ولسي وګړو څو ټنه بمونه غورځوي.
د کندهار ارغنداب پر تنکيو ماشومانو د دغه ځناورو د هغو هوايي بريدونو چې په هيڅ ډول نشي توجيه کېدای لا ډېر وخت نه دی وتلی چې اوس بيا په بله سيمه کې د تنکيو ماشومانو د وينو زبېښلو په هوس کې دي او لاهم په زړونو کې د دردمنو ميندو د ژړا ګانو ارزو لري.
د ارګ ميشتو د سياست دا دی چې له يوې مخې ولسي وګړي وژنې او له بلې خوا د هغو کسانو د ترور او له منځه وړلو په لټه کې دي چې د دا ډول وحشتونو پر وړاندې يې غږ پورته کوي، دوی غواړي له خپلو ټولو وحشتونو سربېره بياهم د نړۍ تر نظر ځان مظلوم وښيي.
د تخار والي وياند جواد هجري له دې امله له دندې ګوښه او د څو ورځو لپاره پر اصطلاح ملي امنيت له لوري بندي شو چې د دغه ظالم رژيم له جنايتونو يې پرده پورته کړه او د مزدوري ادارې د بمباريو له امله د ولسي وګړو د زيانونو لوړېدو خبر يې ورکړی وه.
پر ماشومانو بريد او هغوی په نښه کول هغه بوږنونکې پېښه ده چې په ورځني ډول تکرارېږي، د بشري حقونو سازمانونو ته لازمه ده چې د دا ډول خونړيو جنايتونو پر وړاندې جدي غبرګون ولري او ترسره يې کړي، د ولس زغم نور پای ته رسېدلی او د خپلو اولادونو او دزړه ټوټو د غم ليدلو توان نلري

Related posts