جنوري 25, 2021

نړۍ باید د کابل د بې کفایته او مفسد رژیم تمویل او ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي..!

نړۍ باید د کابل د بې کفایته او مفسد رژیم تمویل او ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي..!

د ورځي خبره:

په افغانستان کې خارجیانو د خپلو لاسپوڅو د ټومبلو او تقویه کولو په منظور سلګونه میلیارده ډالره باد باد کړل، خو پایله یې نن دا راووته چې نه د رژیم لوړپوړي او نه یې هم ټیټپوړي چارواکي د پلازمېنې په زړه کې ځانونه خوندي حسابوي.
تازه د کابل ادارې لخوا امتیازات اخیستونکو سیاستوالو شکایت کړی چې رژیم یې د ساتونکو شمېر کم کړی، که په آینده کې کوم ګواښ ورته متوجه شي مسؤلیت به یې کابل ادارې ته راجع وي. د دې څرګندونو په غبرګون کې د کابل ادارې د په اصطلاح ملي امنیت شورا ویلي چې هر سیاستوال ته یې تر سلو پورته ساتونکي ورکړي دي.
که د امریکا تر اشغال وروسته د نصب شوي رژیم او په راس کې یې د تحمیل شویو اشخاصو نوري جفاوي او جرمونه صرف نظر کړو، همدا وروستۍ څرګندونې او حوادث یې د بېکفایتۍ، تشتت، ځانځانۍ، فساد او سلګونو نورو کمزوریو لپاره د دلیل په حیث کافي دي کابل رژیم، د خپلو غربي ملاتړو لخوا د ورکړل شویو میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره، په شلو کلونو کې بیا هم ونه توانېد چې خپله تنه له خپلمنځي انشقاقه وساتي او اشخاصو ته یې د خوندیتوب احساس ورکړي.
د خپلې تنې د ساتلو خبره به پرخپل ځای پرېږدو، رژیم حتی په هغه ځای کې چې د لسګونو خارجي او داخلي استخباراتي ادارو ترڅنګ، زرګونه امنیتي نظامیان پکې مېشت دي د غلو ريښه ونه ایستلای شوه. هره ورځ عام خلک د پلازمېنې کابل په زړه کې د څو افغانیو او یوه موبایل په سر په رڼا ورځ وژل کیږي. د دې فاسدې ادارې د کنټرول له سیمې یوازې یو کیلومتر لیرې، چیرې چې د اسلامي امارت مجاهدین واکمن دي، د غلو، رهزنو اوجنایتکارانو فعالیت سه چې تصور یې هم نشي کیدای
خپلو اشخاصو او خلکو ته د امن په ورکولو کې د کابل رژیم د پاتې راتلو لامل دا نه دی چې دوی امکانات په لاس کې نه درلودل. په تېرو شلو کلونو کې یې سلګونه میلیارده ډالر په همدې نومونو له خپلو ملاتړو اخیستي دي، خو د دې پرځای چې دا پیسې په خپلو اصلو مدرکونو ودریږي، د رژیم چارواکو خپلو جېبونو ته ننه ایستې او د خپلو اجیرو عسکرو ترڅنګ یې – هغه چې د څو پيسو لپاره یې د دنیا او آخرت زیان ته تن ورکړی – ملت هم د پولۍ ټک ته کښېنولی دی.
نو پکار او اړتیا ده چې دغه مفسد ،قاتل او بې کفایته رژیم چې په هر قیمت وي بائید دقدرت له ګدۍ لیري او پرځای یې دافغان ولس ددیني اوملي ارادو تمثیلونکي نظام منځ ته راشي

Related posts