جنوري 25, 2021

بغلان: د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د دهنه غوري ولسوالۍ له یو شمېر تعلیمي ادارو څخه لیدنه کړې

بغلان: د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د دهنه غوري ولسوالۍ له یو شمېر تعلیمي ادارو څخه لیدنه کړې

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ تعلیمي مسئولینو د یادې ولسوالۍ له یو شمېر دیني مدرسو، دارالحفاظونو او سیمه ییزو مدرسو څخه لیدنه او کتنه کړې ده، د دغو تعليمي ادارو اداري او تدریسي چارې یې ارزولي او د تعلیمي ادارو مسئولین یې خپلو ورځنیو ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو ته متوجه کړي دي، تر څو د ولس بچیان د سالمې دینې زده کړو څخه په لوړ کیفیت برخمن شي.

د راپور پر بنسټ د پوهنې مسؤلينو په دغه لیدنه او کتنه کې د مرحوم مولوي عبدالکریم دارالحفاظ، د مرحوم مولوي عبدالغفار مدرسه او دارالحفاظ او دغه راز د زیر بغل د دارالبنات مدرسې څخه لیدنه کړې ده، له ځايي مسئولینو سره یې د مدرسو په اړتیاوو او نورو ستونزو خبرې کړي دي، د یادو دیني ادارو یو شمېر عاجلې ستونزې یې ورته حل کړي دي او د لازمو همکاریو ژمنې يې ورسره کړي دي.
۲۰۲۱/۱/۱۱

Related posts