جنوري 25, 2021

الهام عليوف او نيکول پاشينيان د ولادي ميرپوتين په کوربتوب مسکو ته تللي

الهام عليوف او نيکول پاشينيان د ولادي ميرپوتين په کوربتوب مسکو ته تللي

نړيوالې خبري رسنۍ وايي، چې د اذربايجان ولسمشر ”الهام عليوف“ او د ارمنستان لومړی وزير ”نيکول پاشينيان“ د ولادي ميرپوتين په کوربتوب د درې اړخيزې ناستې لپاره مسکو ته تللي، دوی به په روسيه کې د نګورنو قره باغ د شوي تړون په اړه خبرې اترې وکړي.

د اذربايجان او د ارمنستان رسنيو تائيد کړې ده، چې دغه دواړه مشران د روسيې پلازمېنې مسکو ته رسېدلې دي.

د يکشنبې په ورځ کرملين اعلان وکړ، چې ښايي د روسيې ولسمشر ”ولاد ميرپوتين“ د دوشنبې په ورځ مسکو کې د اذربايجان له ولسمشر او د ارمنستان له لومړي وزير سره وګوري، په دغې درې اړخيزه ناسته کې به د نګورنو قره باغ په شوي توافق باندې خبري وکړي او د توافق اړوند حالاتو جاج به واخلي.

د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس په دې درې اړخيزه ناسته کې به درېواړه خواوې د نګورونو قره باغ په وروستيو تحولاتو خبرې اترې وکړي، د روسيې په منځګړيتوب د رامنځته شوي توافق په هکله په دا وروستيو کې د دواړو رقيبو هيوادونو لخوا د تړون د نقض راپورونه خپاره شوي، خو رسما نه دي تائيد شوي.

د يادونې وړ ده چې د روسيې اړوند يو شمېر سرتيري د څارنې په موخه د نګورونو قره باغ په سيمه کې ځای پر ځای شوي دي، د روسيې رسنۍ وايي، تر اوسه له شوي تړون څخه مخالفت نه دی شوی.

Related posts