جنوري 25, 2021

سکاټ میلر د دفاع وزیر په رول کې

سکاټ میلر د دفاع وزیر په رول کې

د اونۍ تبصره:
تېره ورځ په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په مرکز کې د دې قول اردو د قومندان د تبدیلي مراسم دائر شوي وو. په خپلواکو هیوادونو او جوړو نظامونو کې عموما په دغسې مهمو مراسمو کې د دفاع وزیر، لوی درستیز یا د ملي امنیت د شوری د مشر غوندې کوم لوړپوړی پوځي مسؤل شرکت کوي. اما په مزار شریف کې د دې مراسمو تر ټولو لوړپوړی میلمه د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر و.
د امریکایي جنرال سکاټ میلر لخوا په افغانستان کې د داسې مهمو مراسمو اجراء کول د دې ښکارندوی دي چې د کابل رژیم هغه خبره بې اساسه ده چې په خپلو تبلیغاتو کې د خپلواکۍ او له امریکایي اغیز څخه دخلاصون دعوه کوي او بیا په همدې بنیاد د اشغال پر ضد د پیل شوي جهاد او ولسي مقاومت مشروعیت نقدوي.
کله چې د اشغالګرو مشر جنرال د دفاع وزیر په رول کې د لوړپوړو پوځي چارواکو د عزل او نصب په کچه اجراآت کوي، معنی یې دا ده چې د اشرف غني اداره لکه څنګه چې په اکمالاتي او تمویلي برخه کې تر بهرنیو اړخونو تړلې ده، همداسې یې مهم امنیتي او پوځي اجراآت هم د اشغالګرو په کنترول کې دي او هغوی چې څه وغواړي هماغه ترسره کوي.
په دې اړه بله مهمه خبره دا ده چې امریکایي اړخ او ځینې نړیوال او هیوادني جهتونه همیشه په اسلامي امارت انتقاد کوي چې د دوحې له تړون وروسته یې پوځي عملیات نه دي کم کړي. حال دا چې اسلامي امارت د دوحې په تړون کې داسې څه کولو ته تعهد نه دی ښودلی. اما خپله امریکایي اړخ چې باید د اشغال د پای ته رسولو په لړ کې یې د پوځي ځواکونو د کمښت غوندې خپل پوځي عملیات، بمبارونه او د سکاټ میلر د ناموجهو اجراآتو په شان اشغالګرانه کړنې پای ته رسولې وای، لا هم په دې برخه کې د پخوا په شان فعال دي چې دغسې کړنې یې زموږ د ویاړمن هیواد استقلال او ځمکني تمامیت ته بې احترامي ګڼل کیدای شي.
اسلامي امارت یو ځل خپل دا موقف اعلانوي چې د افغانستان د ستونزې ستر عامل بهرنی اشغال دی. په دې برخه کې اشغالګر او پلویان یې دواړه مسؤلیت لري چې د اشغال د پای ته رسولو په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
اسلامي امارت له هیوادوالو او سوله خوښي ولس څخه غواړي چې د تبلیغاتي هیاهوی پر ځای باید جاري وضعیت او څرګندو واقعیتونو ته نظر وکړي. دکابل اداره چې د استقلال دعوه کوي، د دوی د تبلیغاتو پر ځای باید واقعیتونو ته وکتل شي، کله چې د اشغالګرو مشر جنرال د قول اردوګانو په سطحه د لوړ پوړو پوځي چارواکو د عزل او نصب وظائف اجراء کوي معنی یې دا ده چې د پخوا په نسبت حالت هیڅ تغیر نه دی موندلی، لا هم هماغه اشغال او هماغه اشغالګر دي. ټولې ملکي او پوځي چارې د اشغالګرو په کنترول کې دي او حتی د کابل ادارې مشران اعتراف کوي چې دوی د امریکا د ساتنې لپاره د جګړې په لومړي خط کې قر ار لري.

Related posts