جنوري 25, 2021

د اسرائیلو په زندان کې ناروغ فلسطیني؛ تر ازادۍ وروسته وفات شوی

د اسرائیلو په زندان کې ناروغ فلسطیني؛ تر ازادۍ وروسته وفات شوی

د فلسطیني رسنیو د راپور پر بنسټ، هغه فلسطیني ځوان چې د اسرائیلو په زندان کې ناروغ شوی و، له ازادېدو څخه لږه موده وروسته وفات شوی دی.

راپورونه وایي، چې ”محمد عیاده صلاح الدین“ د اسرائیلو په زندان کې د طبي غفلت له امله تر ازادۍ لږه موده وروسته وفات شوی دی، دغه فلسطیني ځوان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا ونیول شو او په دوه کاله بند محکوم شو، د بند په موده کې یې اسرائیلي چارواکو ناروغۍ ته هیڅ توجوه نه ده کړې او له همغې ناروغۍ وفات شوی دی.

فلسطیني رسنۍ زیاتوي، اوسمهال په اسرائیلي زندانونو کې ۷۰۰ بندیان په رنګا رنګ ناروغیو اخته دي، چې ۳۰۰ تنه یې د دائمي ناروغیو له دردونو کړیږي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، یو شمېر زندانیان د سرطان په لاعلاجه ناروغۍ هم اخته شوي دي، ویل کیږي چې اسرائیلي چارواکي د ډېری زندانیانو له روغتیایي حالته غافل دي، خاصکر د کرونا ویروس په وړاندې یې د احتیاطي تدابیرو هیڅ قسمه سهولیتونه نه دي برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې دمګړۍ د اسرائیلو په زندان کې ۴۵۰۰ مظلوم فلسطینیان بندیان دي، چې له ډلې یې ۷۰۰ تنه عاجلو طبي مرستو ته اړتیا لري.

Related posts