جنوري 25, 2021

افغانستان؛ د امریکا د امنیت په لومړۍ کرښه کې!!

افغانستان؛ د امریکا د امنیت په لومړۍ کرښه کې!!

دورځې خبره
د کابل ادارې مشر اشرف غني د امریکا د CNN ټلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې یو ځل بیا افغانستان کې د امریکایي اشغال پر پایښت او د جګړې پر دوام ټینګار کړی او په بیلابیلو بڼو او الفاظو یې له سولې سره خپل حساسیت ښودلی دی. غني پر دې هم اعتراف کړی چې افغانستان( کابل رژیم) د امریکا د امنیت په لومړۍ کرښه کې دی. غني مخکې هم خپلو وسله والو ته ویلي وو چې:« ستاسي له برکته نیویارک او واشنګټن محفوظ دي او بمونه، نه دې پکې چاودلي».
غني – چې ځان د افغانستان منتخب جمهورئیس هم بولي- په همدې مرکه کې په خوار ویاړ سره داهم ویلي چې دده په واکمنۍ کې ۹۸ امریکایي پوځیان وژل شوي. په داسي حال کې چې نوموړي( غني) یوازي پرون ورځ په یوه حمله کې د نیویارک او واشنګټن د ساتنې په موخه د نیمروز ولایت په خاشرود کې ۱۸ تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړل!!
اشرف غني د سي این این سره دې مرکه کې پر دې تمرکز کړی چې امریکایي عسکر افغانستان کې پاته شي او ګران هیواد د لا ډیر وخت لپاره له ملي استقلال څخه بې برخې وي.
همدا راز د کابل رژیم مشر غني په یوه ناسته کې خپلو وسله والو ته وویل چې امریکا یې د راتلونکي کال د مسلح کولو او تجهیزولو بودجه هم منظور کړې. یعني ډاډه اوسئ او خپلې جګړې ته کش ورکړئ.
استعمار چې د کومې ادارې او رژیم پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ کوي او رژیم هم مني چې د استعمار د ساتنې په سنګر کې ناست دی او دنده یې د استعمار د ګټو ساتنه ده. ایا همدې ډول ادارې او رژیم ته د مشروع نظام نسبت ملي خیانت نه دی؟! ځینې روشنفکران چې د وطن دوستۍ کاڼي هم په سینه پورې موږي همدې روښانه واقعیت ته متوجه نه دي او که د روښانه فکر په تائید پر ملي او هیوادنیو ګټو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي؟
د لمر په شان روښانه ده چې کابل اداره د امریکا یوه لاسپوڅې اداره ده، امریکا د ټانګ او توپ په زور پر افغان ولس تپلې، وسلې او پیسې ورکوي او د خپلو ګټو د ساتنې کار ځني اخلي.آن د رژیم مشر هم پر دې اعتراف او فخر کوي چې موخه یې د نیویارک او واشنګټن ساتنه ده او د امریکا د امنیت لپاره له خپل ولس سره په جنګ بوخت دی.
د کابل ادارې کړنو، دریځ او څرګندونو ته که ځیر شو، دې پایلې ته رسیږو چې د همدې رژیم پر ضد جګړه په هیڅ صورت بین الافغاني جنګ نه دی، همدا رژیم د امریکایي استعمار یوه برخه ده، لومړیتوب یې د امریکا ګټې او امنیت دی او د امریکا د منافعو لپاره دافغانستان او افغان ولس په برخلیک لوبې کوي.
اسلامي امارت د افغانستان او افغان ولس یو مدافع ځواک او ولسي خوځښت دی، نړیوال په ځانګړې توګه امریکا دا واقعیت باید درک کړي.اسلامي امارت هیڅ استعماري او یرغلګر ځواک ته اجازه نه ورکوي چې په ګران هیواد افغانستان کې پوځي حضور ولري او دلته خپل اهداف تعقیب کړي. موږ لکه تېر ۱۹ کاله چې له خپلې خاورې، ارزښتونو او منافعو دفاع کړې اوس هم له دې مبارزې ستړي نه یو، د اشغال د یومخیزې خاتمې او د اسلامي نظام تر نفاذ پورې به مو روانه مبارزه او جهاد جاري وي.
ان شاء الله العزیز

Related posts