جنوري 25, 2021

د مرموزو وژنو او د کابل ښار دننه دغلاوو او چور طراح څوک دی؟

د مرموزو وژنو او د کابل ښار دننه دغلاوو او چور طراح څوک دی؟

د شهامت مجلې سرمقاله:

هو! د اشرف غني او امر الله صالح ترمنځ د واک د ویش پر سر د معاملې په ترڅ کې چې له کله نه صالح ته د ارګ  د لومړۍ  مرستیالۍ سربیره د کابل ښار دننه د امنیت ساتلو په نوم د بې امنیتۍ او بې ثباتۍ خورولو ذمه وارۍ  ورسپارل شوې او بیا يې په اړه نوموړي دسهارنیو ناستو لړۍ پیل کړې، ورسره هم مهاله د کابل ښار دننه او بیرون ولایتونو کې د مرموزو هدفي وژنو بدمرغه لړۍ هم په چټکۍ سره پیل او په په لنډه موده کې په لوی شمیر خبریالان، سیاستوال او مخور شخصیتونه په مرموز ډول وژل شوي دي.

 دسهارنیو ناستو بل بدمرغه محصول په مرموزو وژنو علاوه کابل ښار دغلو او لوټمارو منګولو ته سپارل هم دي، چې له امله یې هیڅ ورځ داسې نه تیریږي چې پکې د غلو او لوټمارو لخوا د چورو چپاول پیښې نه رامنځته کېږي، دکومو له امله چې ښاریان ځانونه خوندي نه بولي او په سخت ډار او ورخطایۍ کې مبتلی دي؛ ښکاره ده چې د غلا کوونکو او شوکمارو مسلطه مافیا کوچنۍ او معمولي مافیا نه ده چې یوڅوک یې د شرنه  ځان خوندي کړای شي د رسنیو په وینا: هغه دومره قوي اوځواکمنه ده چې دپولیسو په رینجرو کې سپاره ګرځي او د خلکو په کورونو او هټیو باندې په رڼا ورځ ډاکې غورځوي ترې موټر، پیسې او نور ګرانبیه توکي  غلا کوي، په دې لړ کې تازه پېښه یې هغه وه چې څو ورځې دمخه د ولسي جرګې د یوتن وکیل په موټر رینجر کې د سپرو کسانو په ډزو سره د هغه څو تنه ساتونکو ټپیان او موټر یې وتښتو ل شو، نو د ولسي جرګي د وکیل  په سویه شخص نه چې موټر تښتول کېږي، د نورو خلکو دامنیت به څه حال وي؟

اوپوښتنه داده چې آخر دومره  زړور غله څوک دي چې په رڼا ورځ خلک تښتوي، موټرتښتوي او څوک یې مخنیوی نه شي کولی او یا د مرموزو وژنو بربنډ قاتلان څنګه په اسانۍ سره خلک په نښه کوي، بیا روغ رمټ ځانونه له صحنې وباسي؟ جوته ده چې د دواړو ترشا د ارګ دننه ناسته مافیا لاس لري  او هغه په دغه ډول جنایتونو کې ښکېل او دخیل ده، چې  هدف یې ترې د ګډوډیو په زیاتولو اوخورولو سره د خپل کرغیړن  واک موده غځول او د سولې لپاره  د نوېو راټوکیدلو هیلو وژل دي.

د کتونکو په اند د موجوده نا امنیو او وژنو تر شا مستقیماً له ارګ نه لومړی مرستیال صالح لاس لري او هغه یې په لویه کې طراح او سرخیل دی اود هغه ترڅارلاندې دموجوده نا امنیو چارې رهبري کېږي.

دهغوی په اند چې  دنا امنیو خورولوڅخه د صالح موخې دوه دي: یو داچې هغه غواړي په ټوله کې د مرموزو وژنو د پړې ګوته دافغانستان اسلامي امارت ته ونیسي او ورڅخه د پروپاګند او  او ناوړه تبلیغاتو د یوې وسېلې په توګه ترې کار واخلي، څوپه نړیواله سطحه داسلامي امارت سولییز موقف او دریځ ته زیان واړوي، همدا راز اسلامي امارت ته د خپلو جنایتونو په منسوبولو سره هڅه کوي چې د ولس او امارت ترمنځ بې باوري او دښمني پیدا کړي، خو ښکاره ده چې هر باشعوره انسان پوهیږي چې دافغانستان اسلامي امارت په ښکاره او څو ځله  د دغسې وژنوڅخه خپل برأت اعلان کړی او دغه ډول پیښې یې جنایتونه ګڼلي دي او هم یې په کلکه غندلي دي او بالمقابل یې د کابل ګوډاګي رژیم ته د پړې ګوته نیولې ده او هغه يې د ولس پرضد د روانو نه بښونکو ناخوالو او جنایتونومسؤل ګرځولی دی.

دوهمه موخه یې داده چې هغه (صالح) هرهغه څوک وژني چې په افغانستان کې د سولې تأمینولو لپاره کار کوي او هم هر هغه څوک له منځه وړل غواړي چې هغه د ارګ د روان سیاست سره اختلاف ولري او همدا راز هغه خبریالان او ژورنالستان وژني کوم چې د اوسني رژیم د کمزوریو او ظلمونو په باب راپورونه خپروي او د کابل رژیم د جنایتونو څخه پرده پورته کوي. چې په دې لړکې دارګ مافیا دومره فعاله او متوجه ده چې د رژیم د نیمګړتیاوو ښکاره کولو په مورد کې پخپلو والیانو اوچارواکو هم بریک نه نیسي اوپه هغوی کې که چیرې یو نیم رښتیا ووایي نو هغه سملاسي له دندې څخه ګوښه کوي او شړي یې، لکه تازه چې  یې د کندهار والي حیات الله حیات په دې جرم معزول کړ چې هغه وویل د پولیسو اویا سلنه کسان تښتیدلي دي او يواځي دیرش سلنه پاته دي او دکندهار ولایت زیاتې سیمې دطالبانو لاس ته ورغلي دي، له دې توضیحاتو څوساعته وروسته  سملاسي هغه ته یې بستره ورګول کړه اودولایت نه یې وشاړه.

نو حاصل دا چې کابل رژیم د سختې روحي ورخطایۍ او اضطراب ښکار دی او غواړي د خپلو ټولو شکستونو غچ د ملت او خلکو نه د دغسې جنایتونو په ډیرولو سره واخلي او د همدې لپاره یې د مرموزو وژنو روانه بدمرغه لړۍ پیل کړي ده، څو خپل سیاسي مخالفین وځپي او د کابل ښار په خلکو د لیوانو (غلو) رمو ورخوشي کولو څخه یې موخه دا ده چې ولس پرې  وداړي او خپل رعب او دبدبه پر هغوی کینوي څو دا جرئت ونلري چې هغوی  د دوی لخوا دروانو وحشتونو اوظلمونوپخلاف پورته شي او یا دي د دوی  دناروا وو په خلاف د بغاوت جسارت وکړي، پکار ده چې نړیواله ټولنه اوحقوق بشر سازمانونه دګابل رژیم دچارواکو روان نه بښونکي جنایتونه اوظلمونه وڅيړي او پرضد یې غبرګون وښيي اوهم دې ورڅخه هرمرو د روانو مرموزو وژنو او چورچپاول عاملین وغواړي او محاکمه دې کړي.

Related posts