جنوري 25, 2021

د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د خپلو تعلیمي چارو مسئولینو سره غونډه وکړه

د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د خپلو تعلیمي چارو مسئولینو سره غونډه وکړه

د راپورونو له مخې د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې د رئیس په مشرۍ د تعلیمي چارو مسؤلینو غونډه د همدې ولایت چهار بولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رابلل شوې وه، د مرستیال په ګډون د (۱۱) یوولسو ولسوالیو لکه نهرشاهي، چمتال، چهاربولک، کشندۍ، شولګره، زارې، بلخ، چاهي، شورتیپه، دولت اباد او البرز ولسوالیو مدیرانو پکې برخه درلوده.

یاده غونډه په داسې مهال ترسره شوه، چې د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون په ټول هېواد کې د کلنیو ازموینو لپاره چمتووالی نیسي.

د دې غونډې هدف د راتلونکو امتحاناتو لپاره د لاښه چمتووالي، شفافیت په اړه او په ضمن کې په هغو ستونزو هم تفصیلي بحث وشو، چې په ځیني تعلیمي ادارو کې یې شتون درلود.

د راپور پر بنسټ د یادو ستونزو او د حل لپاره هر مدیر ته لازمې سپارښتنې وشوې چې خپلو فعالیتونوته نورهم متوجه شي.
۲۰۲۱/۱/۱۳

Related posts