جنوري 25, 2021

د مدرسو په تعليمي نصاب کې کوم ټکي په پام کې نيول پکار دي؟

د مدرسو په تعليمي نصاب کې کوم ټکي په پام کې نيول پکار دي؟

مولوي صبغت الله:

متاسفانه د مسلسلو جګړو له امله په ګران هېواد کې د ژوند د نورو برخو په څير تعليمي سيستم هم ويجاړ او ځپل شوی دی، علمي کدرونه مو تيت په ترک، هڅې مو خورې ورې او د هرې سيمې نصابونه مو مختلف دي.

هر چا له خپلې خوښې سره سم تعليمي نصاب چمتو کړی او تر خپله وسه يې تعليمي سلسله روانه ساتلې.

دا چې د لوی الله په فضل مو نور له ګران هېواد څخه د کرغېړن صليبي اشغال ټغر په ټولېدو دی ځکه په تعليمي کړيو کې د مدرسو لپاره د واحد تعليمي نصاب د رامنځته کېدو خبره کيږي.

د پوهانو په اند د جهاد د ثمرې د حفظ لپاره ډيره اړينه ده، داسې قوي تعليمي نصاب چمتو کړل شي؛ ترڅو داسې جيد او رباني علماء وروزي، چې په هر ډګر کې د باطل مقابله وکړي او د اشغال له رحم څخه د زيږيدلو فتنو مخه ډب کړای شي.

له څه مودې راهيسې د ديني مدرسو په ښوونيز نصاب کې د بدلون په اړه په علمي حلقاتو کې خبرې تاويږي، ځينې په دې نظر کلک ولاړ دي، چې په تعليمي نصاب کې هيڅ بدلون بايد رانه وستل شي. دوی د اسلافو رحمهم الله له لوري تعين شويو کتابو ته د يو مقدس نصاب په سترګه ګوري او له برکت څخه ډک نصاب يې ګڼي او د ټولو بالاستيعاب لوستل لازمي ګڼي.

خو ځينې نور بيا په دې اند دي، چې د وخت او سيمې د بدلون له امله بايد په تعليمي نصاب کې هم لازم بدلون رامنځته شي، دوی د عثمان بن عفان رضي الله عنه هغه کړنه د ځان لپاره دليل ګرځوي چې کله د مسلمانانو شمېر زيات شو او په مسجد نبوي کې يې ځایېدل ستونزمن شول، نو عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نبوي مسجد ونړاوه او په پوخ شکل يې په ښايسته تيږو او ګچ باندې له سره جوړ کړ، ځينې اصحابو رضي الله عنهم د عثمان رضي الله عنه دا عمل مناسب ونه ګڼه او ډول ډول خبرې پيل شوې.

عثمان رضي الله عنه چې کله خبر شو؛ دا خبره يې وکړه (انکم أکثرتم) «تاسي ډيرې خبرې وکړې» خو ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي؛ چې فرمايل يې: څوک چې د الله تعالی لپاره مسجد جوړ کړي الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې کور جوړ کړي.

د عثمان رضي الله عنه له دې اثر څخه جوتيږي؛ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارکو لاسونو تعمير په خپل حال پريښودل ښه کار وو خو د وخت د بدلون او د مسلمانانو د کثرت له امله د مسجد نبوي په تعمير کې تغير کول له دې څخه ډير ضروري کار و.

کله چې د مدرسو په نصاب کې د تغير خبره مطرح کيږي، مطلب ورڅخه کلي تغير او يو مخيز بدلون نه دی؛ بلکه غرض ورڅخه تدريجي او جزي بدلون دی، چې د خپلو طالب العلمانو، استادانو، او مدارسو د حال او د خپلې ټولنې د اړتياؤ په نظر کې نيولو سره بايد وخت په وخت رامنځته کړل شي.

نه غواړم د هرې درجې په هر يو کتاب نظر وليکم، ځکه دا د نصاب د پوهانو کار دی چې له نږدې به په تفصيلي توګه هر يو کتاب تر بحث او مناقشې لاندې نيسي او په اړه به يې تصميم او پريکړه کوي، خو په دې اړه مې په ذهن کې لاندې يو څو وړانديزونه او مشورې وې چې غواړم له تعليمي حلقاتو او د مدارسو له مهتممانو سره يې شريکې کړم.

تدرج او دوامداره آپډيټ:

د مدارسو په نصاب کې تغير او اصلاح معنا دا نه ده چې د يو څو مجالسو څخه وروسته دې ورباندې د مسک الختام ټاپه ووهل شي، بلکه د مدارسو نصاب بايد د هر کال په پای کې وارزول شي، له مدرسينو، مهتممانو او استادانو سره مشورې جاري وساتل شي، د طالب العلمانو رايه پکې واخيستل شي او ورسره سم نصاب کې لازم بدلونونه راوستل شي.

همدغه راز د نصاب سازۍ په برخه کې بايد د تدرج اصل هم له پام غورځول نه دي پکار، کوم کار چې په تدريج ترسره شي هغه پوخ او پايدار راځي، مثالي نصاب ته رسيدو په لار کې بلها مشکلات، خنډونه او کږليچونه شته او هدف ته رسيدل کلونه مزل غواړي.

سيمييزې ژبې:

زموږ د مدرسو د اوسني تعليمي نصاب يوه نيمګړتيا دا ده چې د سيمه ييزو ژبو زده کړې ته پکې ځای نه ده ورکول شوی، د پښتو هيڅ قابل ذکر کتاب په نصاب کې شتون نلري او د فارسي داسې مغلق، پيچيده منظوم کتابونو ته په نصاب کې ځای ورکول شوی، چې د مبتدي طالب لپاره پرې پوهيدل ډير ستونزمن کار دی.

د يو عالم او داعي لپاره د سيمه ييزو ژبو زده کړې ډيرې اړينې دي؛ ترڅو وکولی شي خلک په احسنه توګه د الله لارې ته راوبولي.

همدغه راز د هيواد د رسمي ژبو زده کړه د دې لپاره هم ډير ضروري دي چې که چيرې علماء دفتري ژبې زده نکړي، له نظام څخه لرې پاتې کيږي، ځای يې اشرار نيسي چې بيا هر ډول بې لارۍ ته لاس اچوي د مخنيوي لپاره به يې څوک نه وي.

مولانا مناظر احسن ګيلاني رحمه الله د هندوستان د لرغوني زمانې د نصاب په اړه ليکي:

پخوا زمانه کې د هندوستان مسلمانانو کې چې کوم نصاب رواج و، په درس نظامي باندې يې شهرت لاره، په دغه نصاب کې د هغې زمانې دفتري ژبې (فارسي) زده کړې ته ډېره پاملرنه شوې وه، ګڼ شمېر کتابونه يې په نصاب کې تدريسيدل.

عربي ژبه:

د مدرسو اوسنی نصاب د سيمه ييزو ژبو د زده کړې په برخه کې د تفريط ترڅنګ د عربي ژبې د زده کړې لپاره هم کوم ځانګړی ميتود نلري، سره له دې چې د نصاب غوښنه برخه عربي کتابونو محتوا کړي، خو منتهي طالب العلمان او حتی فاضلان نشي کولی په عربي ژبه اظهار ما في الضمير وکړي او يا يوه فقره ليکل ورباندې وکړي.

د مدارسو د طالب العلمانو همدا خلا زموږ ټولنې ته د شاذه افکارو د را واردولو ستره دروازه ده، موږ که دا تشه ډکه کړو له ډيرو ناخوالو څخه به په اسانه خلاص شو.

ليکدود او حسن خط:

زموږ په اوسني ښوونيز نصاب کې ليکدود او حسن خط هم له پامه غورځول شوی او کما حقه پاملرنه نه ورته کيږي، زموږ د مدرسو ډير فاضلان نشي کولی د ما في الضمير د اظهار لپاره څو جملې وليکي، تصنيف او تاليف خو ډيره لرې خبره ده.

خو دا خبره له لمر روښانه ده، چې د يو عالم لپاره د دعوت په لار کې چې څومره وينا ارزښت لري څو چنده ورڅخه ليکوالي زيات ارزښت لري.

دا نکته زموږ اسلافو درک کړې وه، د ګران هيواد افغانستان پخوانيو علماوو د ليکوالی او حسن خط فن ته ډيره پاملرنه کوله چې اندازه يې له هغه شعر څخه فهمولی شو چې زموږ د سپين ږيرو علماوو ترمنځ مشهور و :

اګر خواهي که شوي خوشنويس

بنويس و بنويس و بنويس

مولانا مناظر احسن ګيلاني رحمه الله ليکي: د هندوستان په مدارسو کې حساب او خطاطۍ زده کړې ته ځانګړې پاملرنه کيدله.

د پخوانيو تاريخ:

د نورې نړۍ په تعليمي نصابونو که نظر واچوو؛ وبه ګورو چې د شرعي او آلي علومو ترڅنګ پکې د اسلام په ځانګړې توګه د هغې سيمې د مسلمانانو تاريخ ته ځای ورکول شوی خو زموږ په تعليمي نصاب کې دا تشه هم له ورايه تر سترګو کيږي.

په نصاب کې په سيمه ييزه ژبه داسې کتابونه ځای پرځای کول اړين دي چې نوی کهول مو په عموم کې د اسلام او په ځانګړې توګه د خپلو اسلافو له کارنامو سره اشنا شي او د هغوی په پله د پل کيښودلو اراده وکړي.

دا اړينه نه ده، چې دغه تعليمي مواد دې درساً درساً ولوستل شي، بلکه په دې برخه کې دا هم کفايت کوي چې د درس نظامي د لوړو درجو څخه په يوه درجه کې د اړونده کتاب مطالعه جبري او کلنی ازموينه پکې واخيستل شي، په دې توګه به هم طالب العلمان له مطالعې سره اشنا شي او هم د خپلو اسلافو له اتلوليو خبر وي.

د تطبيق وړ نصاب

د تعليمي نصاب د تدوين په برخه کې دا هم اړينه ده چې د نصاب لپاره په کومو کتابونو پريکړه کيږي، بايد لاس رسی ورته اسانه وي، ښوونکي او لوستونکي ولري.

د نصابونو، کتابونو مطالعه او له پوهانو سره سلا مشورې

يوه خبره دا هم اړينه ده چې نصاب جوړولو پر مهال مختلف تعليمي نصابونه بايد تر دقيقې مطالعې لاندې ونيول شي، همدغه راز بايد په کور دننه او بهر د تعليم له پوهانو سره مشورې ترسره شي، سربيره پر دې د هغو کتابونو دقيقه مطالعه هم اړينه ده چې د نصاب سازی په اړه د اسلامي امت علماوو ليکلي دي.

دعوت، اسلامي سياست او جغرافيه

لله الحمد له څو کلو راهيسې د مدارسو په نصاب کې د سيرت، تاريخ، تفسير او احاديثو ګڼ شمير کتابونه ځای پر ځای شوي چې مثبت اثرات يې له ورايه محسوسيږي، طالب العلمان او مدرسين يې په ډير شغف سره تدريسوي او خپله علمي تنده پرې خړوبوي.

په دې سربيره که د دعوت، اسلامي سياست او جغرافيې په اړه هم ځينې مضامين د نصاب برخه وګرځول شي په علمي حلقاتو کې به له ډير هرکلي سره مخ شي، په دې توګه به مو هم خپل مسؤوليت ادا کړی وي او هم به مو د ټولنې اړتيا رفعه کړې وي.

په نصاب کار کوونکي علماء بايد مايوسه نشي په پوره حوصلې، متانت او زغم خپل کار ته دوام ورکړي ان شاء الله ستاسي هڅې به ارو مرو رنګ راوړي او يوه ورځ به افغانان له غښتلي تعليمي نصاب څخه برخمن کيږي.

وما ذلک علی الله بعزيز

‏2020‏/12‏/30

Related posts