جنوري 25, 2021

د یونیسیف او طالبانو د معاهدې اهمیت او څرنګوالی…!!

د یونیسیف او طالبانو د معاهدې اهمیت او څرنګوالی…!!

لیکنه: موسی فرهاد 

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق – یونیسف، اداره وایی چې له طالبانو سره یې یو داسي کمساری سند لاسلیک کړی چې له مخي به یې یونیسیف د طالبانو تر ولکې لاندي افغانستان کې نژدي ۴زره ابتدائي ښوونیز مراکز جوړوي.
همدارنګه دغه سازمان به د طالبانو تر واک لاندي ساحو کې د څه باندي ۲۰۰ صحي مراکزو او کلینکونو د مالي سپوټ چاري پخپله غاړه اخلي.
پورتني دواړه توافقات هم د طالبانو او هم د ملګرو ملتونو د یادو ادارو له لوري رسماً تائید شوي دي.
د دې پرمختیا په رابطه د یونیسیف او طالبانو ترمنځ لومړنۍ جلسې د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې پیل شوې وي، خو پرلپسي څو ناستې یې بیا په افغانستان کې دننه ترسره کړي، ۵میاشتې وړاندي دواړه اړخونه پخپلو کې اصولي توافق ته سره رسیدلي وو، چې بالآخره یې د تېر نومبر میاشتې پر ۲۶مه نیټه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ترمنځ (د لري پرتو سیمو لپاره کاري پلان) ترنامه لاندي دا سند لاسلیک شو.
د یونیسف د عامه اړیکو مشره سمانټا مورت وایي له تېري فبروري میاشتې راهیسي یې په دوحه کې له طالبانو سره په دې اړه خبري رواني وي، چې په وینا یې بالآخره یو ښه توافق ته سره ورسیدلو.
یونیسیف ویلي، د دې هوکړې له مخې به د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تر۴۰۰۰ پوري لومړني ښوونځي او ټولګي فعاله کړي چې نژدې ۱۵۰۰۰۰یونیم لک پوري ماشومان، نجونې او هلکان به پکي درس وایی.

د توافقنامې جزیات:
د اسلامي امارت د پوهني او عالي تحصیلاتو د کمیسون د خارجي ارتباط د څانګي مسئول، ښاغلی مولوي عبدالحکیم همت، که څه هم د دوی او د یونیسیف ترمنځ د لاسلیک شوي سند په اړه ټول جزیات یې د یو تعهد له مخي له موږ سره شریک نکړل، خو څو مهم ټکي یې په دې ډول راته یاد کړل:

۱ – په تړون کې یونیسیف له موږ سره ژمنه کړې چې د ۴زرو ښوونځیو بودیجه، نصاب، مدیریت او نورو مربوطه چارو کې به د کابل ادارې هیڅ ډول رول نه وي.

۲ – د ښوونکو معاشات به له هغو لارو څخه نه وي، له کومو لارو چې د کابل حکومتي چارواکو ته د فساد لاسرسی ممکن کوي. بلکي یونیسیف به یې د اسلامي امارت د پوهني کمیسون د چارواکو سره په همغږي، د خپلو خاصو معتمدینو په وسیله ښوونکو او ښوونځیو ته رسوي.

۳ – دا ښوونځي به لومړی په دیارلس ولایتونو کې پیلیږي ورپسي به نورو ولایاتو ته هم غځیږي، چې د ولایت انتخاب به د یونیسیف او د ولسوالیو او کلیو انتخاب به د امارت لخوا په همآهنګۍ سره کیږي.

۴ – له یونیسیف سره دا کاري پلان ۵ میاشتې وړاندي په ۲۲ مادو کې، له ټولو جزیاتو او کلیاتو سره ترتیب شوی، البته لاسلیک یې د تېر نومبر پر ۲۶مه نیټه په سنګین کې وشو.

۵ – دېته که څه هم د تعلیمي ټولګیو نوم کارول کیږي، خو په حقیقت کې دا ټولګي نه بلکي ښوونځي دي، ځکه چې دا به ارتقا کوي، یعني لومړی کال به لومړی ښوونځی بیا دویم او بیا درېیم حتی تر شپږم ټولګي پوري به دوام کوي.

۶ – هغه ټولګي چې ودانۍ ونلري، هغه به په جوماتونو، د خلکو په کورونو او ځینو نورو مناسبو ځایونو کې پیلیږي خو د یونیسیف لخوا د دې لپاره ودانۍ جوړول هم په پام کې شته چې ورو ورو به له امارت سره په همغږي ترسره کیږي.

۷ – د تعلیم په برخه کې د نور پرمختګ لپاره هم د اسلامي امارت استاځي له نورو بیلابیلو موسساتو او هیوادونو سره هم په جریان کې دي، ممکن ډېر ژر له نورو بشري مرستندویانو سره هم دا شان یو توافق ته ورسیږو چې د هیواد د بچیانو د تعلیم، صحت او نورو اړینو خدماتو په برخه کې د نړیوالو همکارۍ را جلب کړو.

صحي کلینیکونه:
لکه مخکي چې یادونه وشوه طالبانو له یونیسیف سره د ښوونځیو د توافق ترڅنګ د صحت په برخه کې هم یو سند لاسلیک کړی چې د طالبانو ترواک لاندي ساحو کې خصوصاً جنوب غرب حوزه کې به د ملګرو ملتونو دغه سازمان (یونیسیف) د څه باندي دوه سوه کلینیکونو بودیجه، د ډاکټرانو معاشات، درمل او نور د اړتیا وړ توکي تهیه کوي.
د اسلامي امارت د صحت کمیسون مشر ښاغلی حاجي عبدالله خان صاحب وایی: د یونیسیف خیره ټولني زموږ سره یو ډېر ارزښتناک تعهد کړی دی چې د افغانستا د جنګ ځپلي او بیچاره ولس لپاره یو ډېر مهم چوپړ بلل کیږي.
د نوموړي په وینا، دوی د خپلو جلساتو او اړیکو په نتیجه کې له یونیسیف خیریه ټولني سره دې موافقې ته رسیدلي چې اسلامي امارت به پخپلو ساحو کې د یونیسیف لپاره د امنیت او کارکولو شرایط برابروي ترڅو یونیسیف اداره لومړی په ۵ ولایاتو لکه: (کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او دایکنډي) کې د دوه سوه روغتیایی کلینیکونو د مالي چارو سمبالښت په غاړه واخلي، ترڅو عام خلک ورڅخه مستفید شي.
په وینا یې په دې کلینیکونو کې به د نارینه ایم ډي ډاکټرانو ترڅنګ زنانه قابله ګاني، او نور روغتیایی عمله مقرریږي، چې په هر کلینیک به د اړتیا سره سم له ۵ تر لسو پوري کارکوونکي ولري، او معاشات به یې یونیسیف اجرا کوي.
نوموړی وایي چې دا چاره سر له اوسه له ارزګان ولایت څخه پیل شوې، چې نورو ولایاتو کې به هم ژر ترژره عملي شي ترڅو عام هیوادوال ورڅخه مستفید شي.

د تړون سیاسي ارزښت او د کابل اندیښنه:
دغه تړون د هیواد په اوسني جنګ ځپلي حالت کې خورا ستر پرمختګ بلل کیږي، دا ځکه چې په افغانستان کې د جنګ جګړو نه علاوه، د یو صالح حکومت نه شتون، میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي. حتی ژوند یې له تهدید سره مخ دی.
نو داسي یوه کارنامه چې طالبان وتوانیدل، د ملګرو ملتونو غوندي نړیوالي ادارې اعتماد یې خپل کړ او په پایله کې یې د یو ډېر مهم توافق له طریقه د هیواد د بچیانو لپاره د زدکړې او صحت یوه اندازه زمینه مساعده کړه؛ رښتیا هم چې یوه ستره پرمختیا بلله کیږي.

د کابل رژیم اندیښنه:
بی بی سي د کابل د پوهني وزارت د چارواکو په حواله لیکلي، چې د طالبانو او د یونیسیف ترمنځ له شوې تړونه خبر نه دي او په اړه یې اندیښمن دي، د بې بي سي په وینا د کابل چارواکو له یونیسف ادارې نه غوښتنه کړې ترڅو په دې اړه جزیات ورسره شریک کړي.
که څه هم د جنګ ځپلي افغان ولس لپاره پورتنۍ توافقنامه یوه ښه زیری دی، خو د کابل رژیم لپاره به د تشویش وړ ځکه وي چې:

1 – د کابل رژیم پرځای مستقیماً له طالبانو سره داسي کمساری تړون لاسلیک کول؛ ثابتوي چې د کابل رژیم د نړیوالو بشري مرستو په مدیریت کې په کامل ډول بې اعتباره دی. نړیوالو ته بالآخره څرګنده شوې چې د تېرو شلو کلونو په دوران کې د افغان ماشومانو د تعلیم په برخه کې د دوی لخوا شوې مرستې، ټولي د کابل ادارې په دفترونو کې ضایع شوې دي.

2 – په دې کار سره مالومه شوه چې طالبان توانیدلي ترڅو نړیوالو ته ځان د افغانستان د یو اصلي، مسئول واکمن په حیث ور وپیژني، او په دې برخه کې پرځان د نړیوالو سیاسي باور پیاوړی کړي.

3 – د مالوماتو په آساس، د ۴زره عصري ټولګیو ترڅنګ، یونیسیف د دیني مدرسو په برخه کې هم له طالبانو سره د مرستي ژمني کړې دي، له دې نه څرګندیږي چې طالبانو هغوی په دې قانع کړي چې د افغانستان مسلمانه ټولنه چې عصري او دیني دواړو زدکړو ته اړتیا لري؛ امارت د دې دواړو برخو پالني ته یو شان، پوره ژمنتیا لري.

4 – هغه سیمي چې د مجاهدینو تر کنټرول لاندي وي، د کابل حکومت به همیشه کوشش کاوه چې په قصدي ډول په دغو سیمو کې د تعلیم، صحت او نورو پرمختیاوو مخه په یو نه یو شکل ډب کړي، او هغه بودیجه چې د مرستندویه ادارو لخوا به ورته ورکول کیده؛ هغه به هم چارواکو پخپلو منځو کې حیف ومیل کوله، او له دې نه به یې بیا د طالبانو پرضد تبلیغاتي استفاده کوله چې ګویا طالبان ښوونیزو او پرمختیایی کارونو ته اجازه نه ورکوي.
له یونیسیف سره دغي معاهدې د حکومت دا پلان هم خونسا کړ، نور به د تعلیم او د صحت په برخه کې د مرستندویانو بودجه د کابل حکومت ته نه ځي، بلکي یونیسیف اداره به یې پخپله مستقیماً د طالبانو سره په همغږۍ، تعلیمي او صحي کارکوونکو ته د یو ځانګړي پروسیجر له مخي رسوي.

5 – تر دې وړاندي ، تقریباً له یوې لسیزي راهیسي د طالبانو او د ملګرو ملتونو د روغتیایی سازمان، (ICRC) او یو شمېر نورو بشري ادارو ترمنځ همغږي موجوده وه، چون له هغوی سره د طالبانو چال چلن ښه اوسیدلی، له فساده خالي د یو مسئول جهت په حیث یې ورسره تعامل کړی، ځکه خو ملګري ملتونه یو قدم نور هم وړاندي ورته راغلل، په داسي حال کې چې د کابل حکومت یې بای پاس کړ او له دوی سره یې د ۴زره ښونیزو، او ۲سوه روغتیایي مراکزو د جوړولو مهم سند لاسلیک کړ.

6 – د کابل حکومت د پوهني وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په لري پرتو سیمو کې به تر درېیم ټولګي پوري ښوونځي لغوه کړي، او ماشومان دې په جوماتونو کې سبقونه ووایی.
د خلکو اټکل دا دی چې په دې کار سره حکومت غوښتل چې د طالبانو او یونیسیف ترمنځ دغه کیدونکې معاهده ختمه کړي، یونیسیف ته یې وانمود کوله چې تاسو د ښوونځیو جوړولو سند له طالبانو سره مه لاسلیک کوئ، بلکي دغه بودجه مستقیماً د دوی وزارت ته ورکړئ، چې دوی یې بیا په جوماتونو کې د ماشومانو د سبقونو په نامه حیف و میل کړي، حالانکه په جوماتونو کې د ماشومانو مدیریت خو هسي هم د حکومت د وس خبره نه وه، او نه د طالبانو په سیمه کې دوی د دې توان درلودی.
یاد وزارت ورپسي بل اعلان د اسلامي تعلیماتو معینیت ختمولو وکړ، دوی وویل، پرځای به یې یو بورډ رامنځ ته کوي چې هغه به پرقومونو او مسلکونو ویشلی وي.
په دې کار سره هم اټکل دا دی چې دوی غوښتل، د دې نوښټ په مټ د نړیوالو توجه جلب کړي او هغه څه چې له طالبانو سره په سند کې ذکر شوي چې د ۴زره ښوونځیو ترڅنګ به له دیني مدارسو سره هم د اړتیا وړ مرستي ترسره کیږي؛ د دې ټکي مخه ونیسي او د یونیسیف د معاهدې رخ بدل کړي.

بهر حال لکه مخکي چې مو یادونه وکړه، د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان یونیسیف سره د طالبانو دا توافقنامه، که په سیاسي لحاظ د طالبانو لپاره اهمیت لري، خو په بشري لحاظ د جنګ ځپلي عام ولس لپاره ترهرڅه زیات ارزښت لري.
د لسګونو زرو ماشومانو د تعلیم او د روغتیایی آسانتیاوو ترلاسه کولو ترڅنګ به زرګونو هیوادوالو ته د کار او معاش زمینه هم مساعده شي.
امید دی چې دواړه اړخونه، (طالبان+یونیسیف) دغه کاري پلان په بريالیتوب سره مدیریت کړای شي او په راتلونکې کې د لا نورو بشري خدماتو لپاره له یو بل سره همکارۍ جاري وساتي.

پای ………..!
۲۰۲۱ / ۱ / ۱۲

Related posts