جنوري 18, 2021

د یوه اسرائیلی افسر مړ جسد نن د غزې په تړانګه کې موندل شوی

د یوه اسرائیلی افسر مړ جسد نن د غزې په تړانګه کې موندل شوی

د العهد خبري رسنۍ د راپور له مخې، نن چهارشنبه د غزې په تړانګه کې د یوه اسرائیلي افسر مړ جسد موندل شوی دی، ویل کیږي چې دغه افسر د مرمۍ د لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د وژل شوي اسرائیلي افسر جسد د غزې په تړانګه ”الخلیل“ ښار په یوې ځنګلي سیمه کې مړ موندل شوی دی.

د اسرائیلو امنیتي چارواکو ویلي، چې د وژل شوي افسر ”آوي هرلیف“ د وژلو په هکله یې پلټنې پیل کړي، البته له نورو جزئیاتو ورکولو یې ډډه کړې ده، خو یو شمېر خبري رسنۍ وایي، چې وژل شوي افسر اسرائیلي سرتېرو کې د ډګروال په توګه دنده تر سره کوله.

بلخوا داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې اسرائیلي ځواکونو خپل نظامي موټر په قصدي توګه د مظلومو فلسطینیانو د مزدورانو له موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې یو تن فلسطیني شهید کړی او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه په ”المالح“ سیمه کې هغه مهال را منځته شوې، کله چې مزدور فلسطینیان د کار له ځایه خپلو استوګنځایونو ته پر لاره وو او د اسرائیلي ځواکونو د ګزمې د موټر ښکار وګرځېدل، د طوباس د والي مرستیال ”احمد الاسعد“ اسرائیلي ځواکونه تورن کړي چې دا خونړۍ پېښه یې په قصدي توګه کړې او ورته کړنې د جګړې د دوام په مانا ارزولی شو.

د احمد په خبره، د اسرائیلو اړوند متعصب ځواکونه هڅه کوي، چې په لوی لاس د مزدورو او بزګرو فلسطینیانو د کار او بار مخه ډب کړي، دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې دغې مسئلې ته په جدي توګه توجوه وکړي.

Related posts