جنوري 18, 2021

هلمند: ناوه کې ۶ شوبلې ویجاړي ۱۵ ګوډاګیان قتل ۱۱ نور ژوبل شول

دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ مرکز، شنه پله او فارم په سیمو کې پرون د ما سپښین څخه بیا تر ماسخوتنه پوري دګوډاګۍ ادارې پر هغو مزدوروکمنډویانو ، عسکرو، پولیسواو سنګوریانو چي دخپلو امریکایي بادارانو د هوایي ملاتړ په ملتیا دعملیاتو لپاره له خپلو مرکزونو څخه په شوبلو او ټانګونو کې راوتلي ؤ دمجاهدینو له خوا د درنو سپکو وسلو او نښه ویشتونکو توپکونو په مټ پراخ مسلسل بریدونه ترسره شول
دبریدونو په پایله کې ددښمن ۶ شوبلې ویجاړي ۱۵ تنه ګوډاګیان ځای پرځای قتل ۱۱ تنه نور یې ژوبل او پراخه سیمه ددښمن له ناولي وجود څخه تصفیه شوه
په جګړو او بمبار کې ١ تن مجاهد هم دشهادت لوړ مقام ته رسیدلی . تقبله الله تعالی
2021/1/13

Related posts