جنوري 18, 2021

د سوډان یوې نظامي چورلکې د ایتوپیا پولې ته څېرمه سقوط کړی

د سوډان یوې نظامي چورلکې د ایتوپیا پولې ته څېرمه سقوط کړی

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د سوډان یوې نظامي چورلکې، د ایتوپیا پولې ته څېرمه ”القضارف“ ایالت کې سقوط کړی دی، د لومړنيو مالوماتو پر اساس، چې یاده چورلکه تر لوېدو وروسته په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

د ”العین الاخباریه“ رسنۍ د راپور له مخې، د سوډان یوې آپاچي ډولې نظامي چورلکې د القضارف ایالت الفشقه سیمې کې لوېدلې، راپورونه وایي دغې الوتکې تر لوېدو وروسته چاودنه کړې او په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د لومړنیو مالوماتو پر اساس، د یادې چورلکې پیلوټ له پېښې ژوندی وتلی، خو چورلکه یې د اور په لمبو کې سوځېدلې ده.

راپورونه وایي، په دغې چورلکه کې ټول نظامي تجهیزات بار وو، چې تر لوېدو وروسته په مکمله توګه سوځېدلې، تر اوسه د دې چورلکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، دغه چورلکه د القضارف ایالت الفشقه سیمه کې په داسې مهال سقوط کړی، چې د سوډان ولایتي شورا مشر ”عبدالفتاح البرهان“ هم په دغه سیمه کې موجود و.

Related posts