جنوري 18, 2021

بغلان: پلخمري کې د جاسوسي شبکې غړی ووژل شو

په وحشي دښمن د بریدونو په لړ کې پرون مجاهدینو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند وزیراباد سیمه کې د جاسوسي شبکې په یو تن ګوډاګی د درازکوف په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې په چیک پاینټ ولاړ دغه ګوډاګی ووژل شو.

په نهرین ولسوالۍ کې هم برکې ته په تلونکو عسکرو وسله وال بریدونه ترسره شول او تر شاوخوا ۳ ساعتونو پورې تر محاصرې لاندې و، چې بالاخره سیمې ته الوتکې راغلې او مجاهدینو له دې وېري چې وحشیان په اولسي سیمو بمبار ونکړې محاصره ماته او جګړه پای ته ورسوله.

دغه نښته کې هم دښمن ته د سر او مال زیان اوښتی، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/1‏/13

Related posts