تېره شپه د صفریک په نوم دCIA اجرتي قاتلینو د لوګر ولایت مرکز اړوند نوې کلا سمیه کې چاپه وهلې. دغه قصدي جنایت په ترڅ کې دښمن د اولسي خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، خلک یې له کورونو را ایستلي او سخت ځورولي، د تالاشۍ په پلمه د خلکو کورونو ته په زور ننوتلي او د نغدو پیسو تر څنګ یې قیمتي مالونه لوټلي، د عبدالقیوم په نوم په دوبۍ کې د یو مسافر کلیوال له کوره یې یو موټر سیکل او سامانونه وړي، او د سیمې د یو کباړ ټولوونکي ارسلاخان له کوره یې د کباړ په توګه راټول شوي شیان وړي دي.
دښمن د دغه جنایت تر سره کولو وروسته کاذبانه ادعا کړې چې ګواکي د مجاهدینو د وسلو زیرمه یې له منځه وړې ده، خو په حقیقت کې دا یوه تشه افواه او د دښمن لخوا خپلو وحشتونو او جنایاتو ته د اړولي نوم په ورکولو سره د اولس په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه ده.
2021/1/13