جنوري 25, 2021

بدخشان کې له معتادینو سره د اړتیا وړ موادو مرسته وشوه

بدخشان کې له معتادینو سره د اړتیا وړ موادو مرسته وشوه

له څه مودې را په دېخوا د اسلامي امارت د صحت کمیسیون مسؤلینو د بدخشان ولایت کې د معتادينو د راټولو او تداوۍ پروسه پیل کړې.

پرون د سرې میاشتې لخوا د مجاهدینو تر کنترول لاندې سیمې په روغتونونو کې له بستر دغو معتادینو سره د البسه توکو او ځینې نورو اړینو موادو مرسته وشوه.

همداراز مسؤلینو د روغتونو ډاکترانو ته ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به د خپل ټول توان په اندازه صحي مرستې کوي او هڅه به کوي ترڅو نورې مرستندویه ادارې هم متوجه کړي.

‏2021‏/1‏/13

Related posts