جنوري 25, 2021

جوزجان: اقچه کې پوسته فتحه، ۱۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

جوزجان: اقچه کې پوسته فتحه، ۱۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

له جوزجان څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې تېره شپه مجاهدینو د یاد ولایت، اقچې ولسوالۍ اړوند زیني کلا سیمه کې د دښمن په هغه پوسته وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په سیمه کې یې خلک ځورول او په کلیو او کورونو یې هاوانونه ویشتل.

دغو بریدونو په نتېجه کې پوسته په مکمل ډول فتحه شوې، د قومندان محمدالله، قومندان غلام او حاجي قومندان په ګډون ۷ مزدور عسکر وژل شوي ۵ نور ګوډاګیان ژوبل شوي دي.

همداراز د دښمن ۱ میل پیکا، ۵ کلاشنکوفونه او نور جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/1‏/13

Related posts