مارچ 03, 2021

د ملکي تلفاتو اصلي مسئول…؟!

د ملکي تلفاتو اصلي مسئول…؟!

د ورځي خبره: 

د ډله ایزو ملکي تلفاتو په لړ کې دا کمسارې بېلګه ده چې د کابل رژیم مشر اشرفغني د نیمروز د بشري فاجعې پړه ومنله، که څه هم دفاع وزارت یې لا تراوسه خپله هغه خبره نه ده اخیستې چې د پیښې په سهار یې د یوې اعلامیې له لاري اعلان وکړ چې «په نیمروز کې یې د طالبانو نظامي غونډه بمبار کړې، ۹پاکستاني جنرالان او ۵ طالبان یې وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي دي.»
اشرفغني دا پړه وروسته له هغه ومنله چې په کابل کې د فرانسې سفارت او د اروپايي ټولني استاځو یو په بل پسي د نیمرزو د خاشرود پیښه بشري جنایت وباله او د شفافي څیړني او مجازات غوښتنه یې څرګنده کړه.
که چیري د هغوی دا غبرګون نه وای، غني او د ده د رژیم چارواکي به هیڅکله هم له خپل خره کښته شوې نه وای، همدارنګه په کابل کې د بشري حقونو تش په نامه خپلواک کمیسون هم د یادو سفارتونو تر وضاحت وروسته خپل نظر څرګند کړ او د نیمروز پیښه کې ۱۸تنه قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي وګڼل.
دا پیښه د تيري دوشنبې په شپه رامنځ ته شوه، د نیمروز ولایت، خاشرود ولسوالۍ اړوند “منزري” سیمه کې د کابل رژیم الوتکو ړنده بمباري وکړه، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اتلس تنه شهیدان او دوه زخمیان شول.
ورپسي د نیمروز والي او د کابل ادارې ویاندانو او ځینو نورو چارواکو هم دا وژل شوي ماشومان ټول ترهګر او طالبان وبلل. سره له دې چې د سیمي خلکو د شهیدو ماشومانو او ښځو جسدونه د ولایت مرکز ته راوړل او د چارواکو په مخکي یې کیښودل، خو دوی بیا هم ټینګار کاوه چې وژل شوي ټول ترهګر دي، طالبان دي او پاکستانیان دي.
تر دې وړاندي درې اوونۍ مخکې د کندهار په ارغنداب کې هم ورته پیښه رامنځ ته شوه، د ملکي وګړو پر کورونو د ګوډاګي رژیم الوتکو هوايي برید وکړ، د یوې کورنۍ یوولس غړي یې ځای پرځای په شهادت ورسول. خو چارواکو یې په درد هیڅ سر ونه ګرځاوه او نه یې پړه ومنله.
همدا راز د تېر اکتوبر پر ۲۲مه د تخار ولایت مرکز تالقان مربوط، هزاره قرلق سیمه کې چې د رژیم الوتکو یو جومات بمبار کړ، په جومات کې زده کوونکي ۱۷ تنه ماشومان یې په شهادت ورسول؛ هلته هم د رژیم چارواکو ویل چې د طالبانو نظامي کنډک یې په نښه کړی. د والي ویاند چې یې په ناخبرۍ کې حقایق وویل او هغه یې ټول ماشومان وګڼل؛ د چارواکو لخوا بندي او له دندي لري شو. امرولا سالې نورو رسنۍ والو ته هم اخطار ورکړ چې د ملکي وګړو د قتل عام دا خبر نشر نکړي.
مطلب دا چې چارواکي لکه څنګه چې برملا اعلانونه کوي چې د دوی دنده د واشنګټن او نیویارک ساتنه ده؛ په افتخار سره وایی چې د امریکایانو د حفاظت لپاره یې خپل څلویښت زره عسکر او لسګونه زره عام هیوادوال قرباني کړي.
همداسي یې عملًا ثابته کړې هم ده، چې د ولس عام وژنه د یوه میږي حیثیت هم نه ورته لري، خو که کله یې بهرني بادران پر یوه نیمه پیښه خپل د خواخوږۍ نظر څرګند کړي، بیا نو له اشرفغني، نظامي، او ملکي چارواکو نیولې تر رسنیو، پارلمان او بشري حقونو کمیسون ټول خوله چوله کوي او په ډاډ سره وایی چې دا جنایت دوی کړی.
له دې نه څرګنده شوه چې که په افغانستان کې هره بشري فاجعه د رژیم چارواکي ترسره کوي، د بهرنیو بادارانو په مټ یې ترسره کوي، نو که هغوی ږغ ورباندي اوچت کړي، بیا به د رژیم چارواکي هیڅکله د دومره څرګندو بشري جنایاتو جرأت ونکړي.
نو څومره چې د کابل رژیم مستقیماً د افغان ولس په عام وژنه کې لاس لري، همدومره یې بهرني باداران هم د خپلو ګوډاګیانو د نه کنټرول او بي پروایی له امله په همدې جنایاتو کې ورسره شریک دي. ګویا د ملکي تلفاتو اصلی عاملین هغه ځواکمن نړیوال قوتونه دي، چې د کابل رژیم پالنه کوي خو کنټرولوي یې نه، د اشرفغني لخوا د نیمروز د بشري فاجعې مسئولیت منلو څخه ښه څرګنده شوه ،چې د فرانسې او اروپایي ټولني د سفیرانو له څرګندونو وروسته یې دا کار وکړ.

پای ………….!

2021/1/13

Related posts