
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره سټوډيو له لوري د ( صحت او روغتیا پالنه(۱)) تر عنوان لاندي ۱۱۴ ویډیويي اصدار نشر کړ.
دغه ویډیويي اصدار د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د یوه مجهز ( قاسمي روغتون) څخه د الاماره سټوديو د همکارانو لیدنې ته ځانګړی شوی دی.
په دغه اصدار کې د یاد روغتون له ودانۍ، صحي وسایلو، عصري او پرمختللو سامان آلاتو، باکیفیته درملو، او متخصصو باتجربه ډاکټرانو سره د مرکو تر څنګ د صحت کمېسیون له مسؤل محترم ملاعبدالحق(هجرت) صاحب مرکه هم شوې ده چې د قاسمي روغتو په شمول یې په ټول هیواد کې د روغتیايي چارو په اړه معلومات وړاندي کړي دي.
دغه اصدار څرګندوي چې اسلامي امارت د هیوادوالو د صحت په اړه ژوره پاملرنه لري او ګړندۍ هڅي یې رواني کړېدي.
صحت او روغتیا پالنه(۱) تازه نشر شوی اصدار د لاندي لینکونو له لارې کتلی شئ.
اعلی کیفیت1920+1080
اعلی کیفیت1280+720
متوسط کیفیت
موبایل کیفیت
HD Quality | Medium Quality | Mobile Quality |
---|---|---|
![]() |
![]() |
![]() |
دالاماره ویب پاڼي د ویډيو څانګه