مارچ 02, 2021

چې خنډونه زېږوي ځواب یې څه دی !؟

چې خنډونه زېږوي ځواب یې څه دی !؟

عابد:

هېڅ داسې یوه ورځ  نه وي چې په یوه ګردي مېز کې دې یو شنونکی په دې ونه غږیږي چې د کابل اداره په سر کې یې اشرف غني د سولې په وړاندې خنډونه ایجادوي او همدا ارګ مېشتي او د اشرف غني ځانګړی ټیم دی، چې ټوله هڅه یې د سولې د راتلو په وړاندې د ستونزو ایجادول دي او بالاخره دا خبره اوس دومره کره شوې چې هیچاته پکې شک نه پیدا کیږي، تردې چې دده د ادارې خارجي حلیفان هم اوس په همدې عقیده دي .

هسې خو هم په اداره کې دننه داسې څوک نه پيدا کیږي چې سره له ډېرو برابرو شرایطو او حالاتو هم په ده کودتا وکړي او یا یې له یوې بلې لارې قدرت ته خاتمه ورکړي او شاید تر ډېره یې عامل هم دا وي چې د دوی په زړونو خو لا اوس هم د خارجي یرغلګرو د (احسان او وېرې) اثر پروت دی، ځکه نو د ملت لپاره نه؛ بلکې قدرت ته د خپل ځان د رسولو لپاره هم داسې اقدام ته زړه نه شي ښه کولای .

په دغسې حالاتو کې دې طالبان ولې جګړه تېزه نکړي؟ ترڅو به دغه فساد، وحشت، ظلم، بې دیني او ناورینونه روان وي ؟ که یوڅوک ووايي: چې جګړه پخپله ناورین دی، نو قطع نظر له دې چې ووایو جهاد د ظلم د مخنیوي او د حق د اثبات لپاره روا شوی، اخر ترڅو به لاس تر زنې ناست یو او دغه ناروا به په مونږ حاکمه وي. همدا چاره هم د منلو ده، سوله ییزې هڅې، نرمي او واقعیتونه خو د قدرت لېونۍ مینې ترې هېر کړي او نه یې مني، نو څه به کیږي ؟

دغه حاکمه مافیايي کړۍ چې نه ملي او نه بین المللي سوله ییزې لارې چارې  مني، نو چاره به یې څه وي؟ د قدرت په دوام خو یې په هیواد کې روان ناورین دی؛ چې یواځې د پلازمېنې وضعیت یې په دومره بد حالت کې دی چې اطراف او د ولایتونو حال یې له خلکو هېر کړی دی. په ټوله نړۍ کې چې د یوه هیواد وضعیت دغسې یوه حالت ته ورسیږي حتماً یو څوک د حکومت له منځه یا له حکومته بهر راپورته کیږي او په یوه ډول دغه حالت ته خاتمه ورکوي.

 طالبان چې اوس په هیواد کې د حکومت په وړاندې تر حکومته ډېر واکمن دي، اوس یې هم ډېره حوصله کړې چې د سولې د روان بهیر د منتج کېدو په پار یې لاس نیولی دی، خو چې مقابل کې یې حکومت خنډونه ایجادوي او نتیجې ته یې نه پرېږدي؛ په کار ده چې نور ورته ونه ګوري او ولس له دغه ناورینه راوباسي.

چې ولس بېزاره وي، عسکر په جوپو جوپو طالبانو ته تسلیمیږي او پاته عسکر یې د معاشاتو په تاخیر یرغمل کړي وي، نور به نو کوم داسې دلیل پاته وي چې د دوام جواز یې وبلل شي. زه وایم په حکومت کې هر با احساسه او دردمن کس باید د ولس خوا ونیسي او نور د ظلم د دې مافیايي کړۍ له منګولو څخه ځان وباسي، د حق لوری ونیسي او د ریښتوني اسلامي نظام د حاکمیت لپاره دې خپل وس وکړي .

د اوربند چیغې هیڅکله د معاضلې د حل لپاره نه بلکې د همدې فاسد نظام د دوام لپاره دي چې غواړي د خپلې بقا لپاره خپل شیطاني پلانونه په حوصله او کراره جوړ او پلي کړي، هیڅ د عقل څښتن د یوه داسې اوربند د منلو جواز نه ورکوي چې د اصلي ستونزې د حل په ځای ستونزې لا پېچلې او ډېرې کړي.

که له مؤثرو سیاسي څېرو راپاته شي او هغوی په دې ستونزمنو حالاتو کې کوم عملي اقدام نشي کولای، هغوی چې د قلم څښتنان دي؛ باید په دې حساسو شرایطو کې د خپل قلم حق ادا کړي او حق ووايي، واقعیتونه او حقایق خلکو ته روښانه کړي، که بیا هم تهدیدونه ورته متوجه وي، داسې نورې چارې هم شته چې له تهدیدونو په څنګ خپل قلم له اختناقه وساتي او واقعیتونه لکه څرنګه دي؛ هغسې خلکوته ورسوي، د ظلم او استبداد په وړاندې چپ پاته نه شي، نن چې هیواد له اشغاله په وتو دی او د خپلواکۍ په لوري ګامزن دی، هیڅ د احساس، بیدار ضمیر او خپلواک وجدان څښتن ته نه ښايي په دغسې نازکو حالاتو کې بې پروا پاته شي او د له منځه تلونکو غلامانو له وروستیو پټکو او ګواښوونو ونه ویریږي.

Related posts