
غزل: اسرار عمر
د بــغـاوت چیغې دې رنــګ راوړی
د جنګ میدان دې له فِرنګ راوړی
د دار په سر چې دي مسکي زلمکي
د آزادۍ په عـشق یې نـنـګ راوړی
د چم چې مړاوې دي ګورګورې پیغلې
مـــرګـي زلــمی پــه ونـه دنـګ راوړی
دي د شـهیـد لالي د څـڼو عطر؟
که دې په لپو کې لونګ راوړی؟
ستر افتخار د آزادۍ اســراره
د مدرسې طالب ملنګ راوړی