مارچ 02, 2021

د کندهار پروني ستر بريد څه پيغام لرلو؟!

د کندهار پروني ستر بريد څه پيغام لرلو؟!

لیکنه : عبدالرحمن «کافي»

افغانان له پخوا څخه دا تاريخ لري چې خپل وار يې چاته نه ده ورپرېيښی ، که چا تیری ورباندې کړی نو په ټينګه يې مقاومت کړی ، که څه هم کمزوری به ؤ خو هيڅکله يې د ظالم ظلم نه ده هير کړی او د موکې په پيدا کولو يې خپل وار ښه په نره اخستی .
اشغالګرې امريکا افغانستان ته په راتګ سره دا فرض کړې وه چې د افغانانو د پوښتنې به څوک نه وي ، که څوک وژنو ، که يې زندان ته اچوو او که يې کور او کلی ور ورانوو له مونږ څخه به څوک دا پوښتنه نه شي کولای چې ولې ؟ ، د دوی لاسپوڅي ګوډاګيان هم د دوی په وسواسي سوچ کې وو او کټ مټ يې هغه نخرې کولې چې بادارانو يې ورښودلي وو ؛ دوی هيڅکله دا فکر نه وو کړی چې دلته به د دوی د مقابلې لپاره داسې ځوانان ورسره مخ کيږي چې په خپل نازک وجود پورې به د باروتو ګردنۍ تړي او له دوی څخه به د خپل دين او ولس د غچ په اخستلو کې يوه لحظه غفلت هم نه کوي ، د طيراً ابابيل په څېر به په دوی له لويو موټربمونو او کاري غشو سره ناڅاپه رانازليږي او دوی به (کعصفٍ مأکول) ګرځوي.
د تير په څېر يوار بيا نامرده غليم د هيواد په مختلفو سيمو کې په مظلوم ولس وحشيانه بمباري او چاپې پيل کړې وې ، په خاصه توګه څه وخت وړاندې يې د کندهار په ارغنداب ، نيمروز او نورو سيمو کې بې ګناه ولسي خلک په شهادت ورسول؛ له همدې امله د افغان مجاهد ولس رښتوني استازي (اسلامي امارت) د دې وحشتونو د انتقام په موخه ځينې اهداف په نښه او پرې يې د بريدونو پلان طرحه کړ چې پرون شپه يې په غزني کې په يوه مهم نظامي هدف او نن ورځ يې په کندهار کې د امنيت ملي په يوه قطه ستر بريدونه ترسره کړل ، د غزني په بريد کې يې کمال دا کړی ؤ چې د موټر بم بريد کونکي موټر تر هدف پورې رسولی او بيرته ترې راستون شوی ؤ چې موټر بم ته يې له لرې انفجار ورکړی وو او د نن ورځې د کندهار په بريد يې له کمساري درانه موټربم سربيره تهاجمي کسان هم ننوتلي وو چې د مړژواندو عسکرو له وژلو وروسته په ساعتونو له راغلو قواوو سره په جګړه وو .
دې ستر اتلوال بريد څو پيغامه له ځان سره لرل :
• دا چې دا ولس بې څوکه نه دی ، که څوک پرې تېری وکړي نو سخت جواب به وويني .
• دا چې غليم دې دا فکر نه کوي چې د اوربند په کاذب شعار به ولس او مجاهدين وغولوي ، دوی به وحشتونه ترسره کوي خو مقابل لوری به يې لاس له زنې ورته ناست وي.
• داچې په اشغالګرو امريکايانو د شکست سند لاسليکول څه خيرات غوښتل نه وو او نه سوله څه خيرات ده چې طالبان يې په زاريو له يو چاڅخه وغواړي.
• دا چې که دوی سمې لارې ته را نه شي او د خبرو په منطق ونه وپوهيږي نو د کږو خولو په سوک سمولو طريقه هم د طالبانو زده ده چې ډير ژر به د داسې سرتمبه ګانو عقل سر ته ورولي .
• داچې د واشنټن ساتونکو په کرښه کې ولاړ عسکر بايد په دې پوه شي چې که د خپل ژوند ژغورلو په فکر کې نه شي او له دې مفسدې ادارې څخه را بېل نه شي نو د نن ورځې د وژل شويو په څېر به دوی هم همداسې هدر ووژل شي او څوک به يې په مرګ چندان حسرت ونه کړي.
• دا چې دلته به اسلامي نظام راځي او په ظالمانو به عدالت پلی کيږي که د چا خوښه وي او کنه .
• او دا چې د امریکا زوال نور شروع ده او د لست له سره به د لست و پای ته راځي . ان شاءالله
و ماذالک علی الله بعزيز .
صد آفرين دې وي د امت په داسې مېړنيو شازلميو.

Related posts