
د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون مجاهدینو د کندز ولایت، دښت ارچي ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په ۳ پوستو عملیات ترسره کړل، دغه عملیات د کابل ادارې په هغو پوستو ترسره شوي، چې پکې میشتو ګوډاګیانو به یې د سیمې خلک ځورول او په لري او نزدې سیمو به یې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کول.
له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې دغو بریدونو کې د دښمن ۳ واړه پوستې په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلې، ۳ ټانکونه تخریب شوي، ۶ اربکیان او ۱۵ مزدور عسکر وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.
همداراز له دښمن څخه ۲ ثقیلان، ۲ ایم ۱۶ ټوپک، ۲ راکټ لانچر، ۱ کلاشنکوف، ۱ نارنجک او لوی شمېر مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
2021/1/19