مارچ 01, 2021

پکتیا: څمکنو کې ۲ پولیس له مجاهدینو سره یو ځای شول

د پکتیا ولایت، څمکنیو ولسوالۍ کې د رفیق ولد درګل او عزت الله ولد محمد ایاز په نومونو د مزدوري ادارې ۲ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د دعوت ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او د سیمې د مجاهدینو په ګډه همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

نوموړي په خپلو تېرو اعمالو پښېماني ښوولې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادراې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د هغه د راتلو هرکلی کړی او بیرته یې ازاد ژوند ته ورګرزولی دی.

‏2021‏/1‏/19

Related posts