
د کاپیسا ولایت، حصه دو ولسوالۍ اړوند عدوخیلو سیمه کې مجاهدینو په وسله والو غلو باندې کمین برید ترسره کړ، د راپور له مخې دغه کمین برید کې چې وروسته په وسله واله نښته واوښت ۲ وسله وال غله ځای پر ځای وژل شوي، ۱ ژوبل شوی او ۱ توپنچه، ۱ لیزر، او یوه پولیسي زغره یې د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
همداراز د یادې ولسوالۍ په قلعه نو سیمه کې د امنیه قومندانۍ په ګوډاګیانو کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې دښمن ته تلفات رسیدلي، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
2021/1/19