مارچ 02, 2021

اوربند او اعدام نه سره کیږي…!!

اوربند او اعدام نه سره کیږي…!!

د ورځي خبره:

د کابل د ګوډاګي رژیم ارګ میشتې چارواکي د سولې پروسې د ټکني روان پرمختګ په ترڅ کې هم د طالب اسیرانو د اعدام سپارښتني کوي او هم د اوربند په نامه، پر دوی باندي د جګړې بندیدلو مطالبې کوي.
دا ډول ضدونقیض ارادې او فرمايشات د دې څرګندوی دي چې ګوډاګیان په حقیقت کې د امن او سولې دښمني کوي، خو د اوربند وړاندیزونه یې فقط د دې لپاره دي چې دوی د طالب له ګذاره بیغمه او په آرامه خپل فساد، چورتالان او فحشا ته وزګار شی.
حقیقت دا دی چې اسلامي امارت خو هیڅکله د اوربند خبره نه په مطلق ډول له امریکایانو سره رد کړې او نه یې د هغوی له ګوډاګیانو سره، البته چې په بدل کې خو یې دښمن هم باید څه ناڅه قدم واخلي، د کوم هدف لپاره چې مجاهدینو دا جګړه پیل کړې، د هغه هدف تضمین خو باید ترلاسه شې.
له امریکایی لوري سره په مذاکراتو کې هم همدا لوبه جاري وه، چې قبل الوقت د اوربند مطالبه نامعقوله وه، کله چې هغوی د اشغال خاتمه ومنله، په اتومات شکل ورسره اوربند هم وشو. ځکه چې د جنګ علت ختم شو.
اوس چې د کابل رژیم له یوې خوا خپل مذاکراتي وګړي د امارت له استاځو سره خبرو ته کښینولي؛ له بلي خوا د همدې رژیم یو شمېر نا أهله، خود غرضه او متعصب چارواکو د سولې د سبوتاژ په غرض خولې چوله کړې، سهار او بیګا وړ او ناوړ څرګندوني کوي.
یو وای طالب بندیان باید اعدام شی، بل وایی، که طالبان مو غوښتني ونه مني په زور یې په منو، بل وایی په راتلونکو پړاوونو کې د اسیرانو د خلاصون هوډ نلرو. بل وایی په کابل او نورو ځایونو کې چې خبریالان او مدني خلک وژل کیږي؛ دې کې د طالبانو لاس دی.
امریکا او نړیوالي ټولني خو د دوحې په تړون کې د بندیانو د خلاصون ژمنه کړې، اما د رژیم ګوډاګیان یې بیا د اعدامیدو خوبونه ویني. په داسي حال کې چې د رژیم چارواکي له اسلامي امارت نه د بې قید وشرط اوربند فرمایشات هم کوي.
آیا د دوحې تړون حقوقي او بشري اړخ لري او که د ارګ میشتو متعصبو چارواکو، سهاربیګا نوې نوې اپلتي؟
د ولسي خلکو، مدني فعالانو او خبریالانو مرموزي وژني، هم د رژیم استخباراتي کړیو د دې لپاره پیل کړې چې پر مجاهدینو یې د فشار وسیله وګرځوي.
حالانکه مجاهدین هیڅکله نه ولسي خلک په نښه کوي، نه یې په کې ګټه شته او نه یې په نښه کول د شریعت او بشریت د قانون له مخي روا ګڼي.
د کابل رژیم مسئول او سنجیده وګړي که رښتیا غواړي چې مذاکراتي پروسه کامیابه شي، هیواد کې امن، سوله او خپلواک اسلامي حاکمیت پلی شي، او په پایله کې یې تلپاتی اور ختم رامنځته او نړیوال باور ترلاسه شي؛ نو په کار ده چې دا څو پردیپاله، متعصب، هیواد دښمنه وګړي دې په دې نازک وخت کې له داسي ناسنجیده او نامناسبو څرګندونو څخه منع کړي.
کنه نو، اسلامي امارت د خپل هیواد د استقلال او د اسلامي حاکمیت د نفاذ په وړاندي د هیڅ چا له اوتو بوتو او هوایی ډزو څخه ویره نه محسوسوي. د خدای تعالی په فضل، څنګه چې د جګړې په میدان کې د سرښندنو بریالی ریکارډ لري، همداسي د سولې په لاره کې هم هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو چې مقابل طرف سنجیده فکر ولري..

پای …..!
۲۰۲۱ / ۱ /۲۰

Related posts