
د کنړ ولایت، سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ګنجګل سیمه کې د صحت کمیسیون غونډه وشوه، دغه غونډه کې د یاد کمیسیون ولایتي مسؤل ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون درلود.
همداراز د صحت کمیسیون د ګنجګل له نوي ترمیم شوي فرعي روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه، او له یاد مرکز سره یې د مختلفو سامان الاتو مرسته هم کړې او یو موټر درمل یې هم د مسؤلینو په واک کې ورکړي دي.
همدرازا د روغتیا په برخه کې د خلکو په ستونزو، د دغو مشکلاتو د حل په لارو چارو او نورو باندې په تفصیل خبرې وشوې او د صحت د مسؤل لخوا خلکو ته د هدایاتو تر څنګ له خبل لوري د پوره همکارۍ او همېشنۍ توجه ډاډ ورکړل شو.
2021/1/21