مارچ 03, 2021

زابل:سیوري کې د خلکو ترمابین دقتل موضوع حل اوفصل شوه

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د لوی ښاره او بدین کلي د خلکو ترمابین د قتل یوه موضوع دسیمه ایزو مجاهدینو ، علماء کرامو او قومي مخورو په منځګړي توب حل اوفصل شوه
د مقتول ورثه مولاداد اوحاجي نقیب الله او د قاتل له طرفه د شراف الدین اومحمدعیسی ترمابین یو کال وړاندي جګړه شوي چې پکې تن وژل شوی ؤ
نوموړي دواړه د هوتک قوم او د تُمزي پښې دي
نوموړو له مجاهدینو، علماء کرامو او قومي مخورو مننه کړي چې موضوع یې په ډېره ښه توګه حل اوفصل کړه
2021/1/21

Related posts