مارچ 03, 2021

د اسلامي امارت د پخواني ویاند مولوي عبدالحی مطمئن د وفات په اړه د تسلیت پیغام

د اسلامي امارت د پخواني ویاند مولوي عبدالحی مطمئن د وفات په اړه د تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت پخوانی ویاند او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور مخکنی رئيس مولوی عبدالحی مطمئن صاحب د ورپیښي اوږدې ناروغۍ له امله وفات شو. انا لله و اناالیه راجعون.
د نوموړي د وفات له امله، د هغه کورنۍ، خپلوانو او متعلقینو ته د زړه له کومې تسلیت وایو، مطمئن صاحب ته له الله تعالی څخه د مغفرت او جنت غوښتنه کوو او کورنۍ ته يې جمیل صبر او جزیل اجر غواړو.
الله تعالی دي د مرحوم ټول کړي خدمتونه، جهاد، هجرت او ستړیاوي په خپل دربار کي قبولي وګرځوي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۶/۱۴۴۲هـ ق
۴/۱۰/۱۳۹۹هـ ش 23/1/2021م

Related posts