مارچ 03, 2021

اړمنو او بې وزلو افغانانو ته د مرستو جلبولو او سالمې رسونې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون اعلامیه

اړمنو او بې وزلو افغانانو ته د مرستو جلبولو او سالمې رسونې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون اعلامیه

څلورو لسیزو جنګونو، وچکالیو، طبعي افاتو او د مالي منابعو ناسم مدیریت د افغانستان ټولنیز اقتصاد او پرمختګ د سیمې په کچه تر ټولو ډېر زیانمن کړی او افغانان یې له سختو مالي ستونزو او بي وزلي سره مخ کړي دي.

دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له روان کمزوري وضعیت څخه د خلکو را ایستل، اړتیاوې یې پوره کول او سهولتونه ورته برابرول د شته امکاناتو په اندازه د ځان مسئولیت ګڼي؛ پر نړیوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو، مؤسسو، خیریه ټولنو او اهل خیر اشخاصو باندې د همدې اعلامیې په خپرولو سره ږغ کوي چې په پوره همغږي له هغو سیمو سره لوژستیکي، صحي او تعمیراتي مرستې وکړي چې جنګونو، طبعي افاتو، د کسب کار، صحي او تعلیمي اسانتیاوو نه شتون زیانمنې کړې دي او خلک یې هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

  ټول نړیوال او کورني مرستندویه بنسټونه، مؤسسات، خیریه ادارې او اهل خیر اشخاص چې د اقتصادي تقویې په برخه کې حیاتي نقش لري؛ کولای شي چې د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له ادرسه له اړمنو او بي وزلو خلکو سره مرستې وکړي، کمېسیون به یې مرستو ته درناوی لري او د خپل مسئولیت له مخې به یې په کمال اهتمام تر مستحقینو رسوي. ان شآء الله تعالی

 د واټساپ او موباییل شمېره: ۰۰۹۳۷۰۸۱۸۷۲۲۸

و السلام

د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون

۹/۶/۱۴۴۲هـ.ق

۴/دلو/۱۳۹۹هـ.ش

۲۳/۱/۲۰۲۱م

Related posts