مارچ 03, 2021

د مؤسساتو او شرکتونو د ثبتونې په هکله د افغانستان اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم کمېسیون اعلامیه

د مؤسساتو او شرکتونو د ثبتونې په هکله د افغانستان اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم کمېسیون اعلامیه

دا چې د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کميسیون د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په هیواد کې بهرنیو او کورنیو مؤسسو او شرکتونو ته د ضرورت په اساس د فعالیت د اجازې ور کولو، تنظیم او څارنې يوازېنۍ اداره ده.
د مؤسساتواو شرکتونو له لوري د بیا رغونې او مرستو په نوم هغو عام المنفعه فعالیتونو ته اجازه ورکوي چې د اسلام، افغانی عنعناتو سره په ټکر کې نه وي او د هغو فعالیتونو مخه نیسي چې د دين او هيواد په تاوان او د روان جهادي بهير په ضرر وي.
بـــــناء د دې لپاره چې د مغرضو مؤسساتو او شرکتونو د ناسمو فعالیتونو له کبله ذیصلاح او خیریه بنسټونه چې له هیواد سره رښتینې خواخوږي لري متضرر نشي، دمؤسسو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم کمېسیون د همدغې اعلامیې په خپرولو سره په هیواد کې ټولو بهرنیو او کورنیو مؤسساتو او شرکتونو ته خبر ورکوي چې له یاد کمېسیون سره ځانونه ثبت کړي، څو یاد کمېسیون د مؤسساتو اوشرکتونو د فعالیتونو په مخ کې د پرتو خنډونو په لري کولو کې له ستونزو سره مخ نشي، له پروګرامونو،اهدافو اوفعالیتونو څخه یې په اسانۍ سره ځان خبر او دوی ته د خدمت زمینه برابره کړي.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۰۸۴۷۶۳۲
و السلام
دمؤسسو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم کمېسیون
۹/جمادی الثاني/۱۴۴۲هـ.ق
۴/دلو/۱۳۹۹هـ.ش
۲۳/جنوري/۲۰۲۱م

Related posts