مارچ 01, 2021

غزنی: قرباغ کې ۲ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

د غزني ولایت، قرباغ ولسوالۍ کې د سیداکبر ولد غلام قادر او  حبیب الله ولد شاه محمد په نومونو ۲ اربکیان د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادراې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی دواړو له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره په خپلو تېرو اعمالو هم پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدروي ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

همداراز دوی د کابل رژیم په لیکو کې ولاړو عسکرو، پولیسو او اربکیانو باندې هم غږ کړی چې له جګړې دي لاس واخلي او عادي ژوند ته دي را وګرزي.

دوی له ځان سره یو کلاشنکوف، ۱ چانټه او ۶ لاسي بمونه هم راوړي او مجاهدینو ته سپارلي دي.

د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو د هغوی د راتلو هرکلی کړی او د باورپاڼو په ورکولو یې ازاد ژوند ته سوق کړي دي.

‏2021‏/1‏/24

Related posts