مارچ 05, 2021

 د ځوان قومندان شهید فتح الله ثاقب ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

 د ځوان قومندان شهید فتح الله ثاقب ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

لیکوال  الهام پکتیکوي

شهیده!ستا یادونه اوخاطرې دومره قدرمنې دې کاشکي  دقلم دسیاهۍ په ځای مې په زرزرینوتورولیکلې وای

 شهیده!ستاقرباني دومره ستره ده چې زمونږ عبادت ورته لوبې ښکاري.

شهیده!ستاژوندي یادګارونه،اوشهیدوصالونه لا تراوسه مونږداسي دردوي چې په رایادولومود ناتاره اوښکوتل ګریوان پوره وړی وي.

شهیده!ستاغیرت دومره هسک اوستامیړانه دومره لوړه ده چې په غیرتي قیصويې زمونږ ایماني غیرت په جوش اوڅپوراځي.

شهیده! ستاشهادت لکه دغیرت ژوندی روح ډېرځوانان یې د توري اوقلم جهادته تیارکړل اوستاپه قدم اومسیرروان دي هم تا اوهم ستاسپیڅلي هدفونه لټوي.

شهیده!له دې امله چې شهیدان خدای جل جلاله  ژوندي بللي دي نوځکه دیوه ژوندي په څېر درته خطاب کوم، او داسي انګیرم چې ته ژوندی یې  هوته مړی نه يې ته ژوندی یې، زړه مې غواړي ستا ژوندلیک اوکارنامي نن دهیودا له نورو غازیانو او قدرمنو هیوادوالوسره شریکي کړم،د دې لپاره چې له امریکایی یرغلګرواوخونخوارو صلیبي کافرانواو دهغوی له مزدورانوسره د افغانانو د شلم قرن  د پیل د شل کلني تاریخ سازه غزا د تاریخ برخه شي  :

زوکړه ،پیژندنه ،اوزدکړې  

شهیدطالب العلم فتح الله ثاقب (تقبله الله )د قاضي رحیم الله ابوثاقب صاحب زوی، د ملاقیام الدین  آخوندزاده  صاحب لمسی د پکتیکاولایت د وازیخواه ولسوالۍد ریاض کاریز د کلي استوګن چې د مریاڼي ټبرپه یوې سترې علمي اوجهادي کورنۍ کې یې په کال ۱۹۹۰ میلادي کې  دسورکمرسیمې د ریاض کاریزپه کلي کې  سترګې پرانیستلې –

ابتدايي زدکړې یې دخپل کلي په علمي درسګاه(حنفیه مدرسه)کې له خپل ماما ملا عبدالجبار صاحب څخه ترسره کړي،او ترمنځنیو زدکړو پوري له خپل والد صاحب سره پاتي شو د وازیخواه  د ګلابي کلي،اوبیا د مینځوکلاپه  درسونوکې په  زدکړو بوخت وو چې د امریکايي اشغال ګرو ځواکونو او د هغوی د داخلي مزدورانو له خواه په پرله پسي ډول يې پلرني ټاټوبي د ریاض  کاریز ټول کلی  نظامي هدف وګرزیده اوپه سیمه کې په علم او پوهه پیژندل شوي دغه کليوال یې د اسلام ضد او په بې دینه ډیمکراسۍ د مین دښمن له خوا د درنوکلیوالو له  بې رحمانه شهادت،اسارت،او مالي تخریب څخه وروسته اړشول چې  په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د وخت د ظالم واکمن  له  دغه  نه زغمېدونکووحشي چاپوخپل ځانونه خوندي کړي، نو ټول کلي په اتفاق هجرت وکړ،اوپه بیلابیلوټاټوبوکې میشت شول.

دجهادپیل :

اتل شهیدثاقب چې دغه مهال زلمی وو او په خپله کورنۍ کې یې د ښو اخلاقو، نازک اوخنده روی مزاج، له امله په خپلوانوکې  یو ځانګړی نوم  وو، د خپل مشراکا د سیمي وتلي شخصیت الحاج ډاکټرسعیدالله صاحب  باندي هم ډېرګران وو په لږ وخت کې يې په همځولوکې یوامتیازي مقام خپل کړ، او له مجاهدینوسره  د بې کچې میني له امله یې له هغوی سره ناسته ولاړه  ډېره شوه په لومړي وار يې د یوه تاکتیک په ترڅ کې د وازیخواه د خضرخیلود کلي له یوه ګوډاګي عسکر څخه  موټرسیکل اونورمهمات غنیمت کړل، شهید طالب العلم  ثاقب جان نور د علمي سفرقافله په نیمه لاره تم کړه اوجهادي فعالیت  یې په داسي عزم او استقامت شروع کړچې د کال اکثره برخه به  د ډبرین سنګر میلمه وو،بناء په یوه منظم تشکیل کې دسیمې جهادي شخصیت شهیدالحاج عبدالباسط سراج آغاتقبله الله په  دلګۍکې د ملاعبدالله منیر صدیقي تر مشرۍ لاندي په۲۰۰۹ میلادي کال کې د وړممۍ ولسوالي ته لاړ او د امریکایانواو د هغوی د ګوډاګیانو په  وړاندي یې د کال په اوږدوکې مبارزه وکړه،کله چې په  ۲۰۱۱کال کې ملا عبدالله منیرصدیقي د پکتیکا د منلي اومخ کښ والي قهرمان شهید مولوي سنګین فاتح په پیشنهاد د مشرتابه مقام له خوا د مستقل دلګۍ مشرپه صفت  و نومول شو، نو ثاقب جان هم  د یوه ځوان مجاهدپه حیث ورسره جهادي بیعت وکړ،او په بیلابیلومعرکوکې د وخت له مجاهدینو سره په شرکت کولوسره د خپل مثالي غیرت او شجاعت اوپه عین حال کې د لوړې حوصلې اوخوشحاله طبیعت له امله سخت شهرت پیداکړ او په وړو مخابرو او مواصلاتي رپیټرونوکې یې اطمنان بښونکی غږله ورایه  معلومیده .

لوړجهادي فعالیتونه

اتل شهیدثاقب په خپل نه ستړیدونکي مقاومت کې په ۲۰۱۵کال کې د ګواشتې ستراتیژیکي  سیمي په فتحه کې همدارنګه  د وړممۍ ولسوالۍ د هندي سیمي په تاریخ سازه کمین کې چې دښمن سخت ګوزار وخوړ،  ویډیو یي سحنې یې د ډیر جالبیت له امله د ډیرو خلګو لاس په لاس شوي،اتل ثاقب هم  د زکویک د یوه مسلکي مجاهد په حیث په کې غوښېنه برخه لرله،له دې پرته  دنورو  ډیرو معرکو شریک  او ګټونکی غازي  وو چې د لیکنې د طولاني کیدوله امله یې دلته نه شو ذکرکولای  ـ

نظامي مسؤلیتونه

قهرمان ثاقب په مختلفووختونوکې د خپلوملګرو د نظامي قومندانۍ ترڅنګ،په وازیخواه اوسیمه کې د مجاهدینود سیاروګروپونومشرې هم کړې،د ۲۰۱۷ کال په ژمي کې هغه مهال چې د اومنې ولسوالۍ د نیولولپاره له مرکزښرنې څخه د امریکايې مشاورینوپه مشوره دګوډاګیوعسکرولویه عملیاتي قوه راووتله د قطعې دقومندان شهیدافتخارتقبله الله د مرستیال په حیث له لسګونه ملګروسره په سخته یخه هوا اوواورینه ځمکه اومنې ولسوالۍ ته په داسي حال کې لاړچې د موټرسیکل اچولوله امله يې لا د نازک بدن زخمونه تردرملنې لاندي او ټکورشوي نه وو،خودالله جل جلاله  په نصرت یې په ډېره مېړانه د دښمن سترفلان شنډکړ،همدارنګه په همدغه کال پسرلي کې د اسلامي امارت د منفجره موادو مسؤل شهیدقاري سیف الله تقبله الله په هدایت د اروزګان ولایت د منفجره موادو دانتقال مسؤلیت ورله غاړي شوپه داسي حال کې چې سیمه اوفضاء ټوله د یرغلګرکافرو له فعالیت څخه متاثره وه دبنګنو(ډرون الوتکو)شورهرځای اوهره خوا خپور ووخواتل ثاقب په ډېرجسارت اومیړانه په زرګونوکیلومنفجره مواد تراروزګانه ورسول او دسلګونوخارجي کافرانواو داخلي  مزدورانود مرګ   ژوبلي لامل شول ـ

دالله تعالی دنصرت ښکاره بیلګي

اتل شهیدثاقب تقبله الله د جهادي خدمت په مهال څور واره له مرګونو ګزارونو ،محاصرو او سختو پېښوڅخه دلوی خدای جل جلاله په نصرت سالم  و ووت،په لومړي وار د وازیخوا په کاریزک  کلي کې د لسګونوناولیواربکیانواوپولیسوپه کمین کې وخوت چې  له یوه لوري ورباندي  له لس پینځلس متری څخه ناڅاپه د مرمیوباران وشواو ورسره ملګری رحمت الله حقمل اواتل ثاقب، الله  جل جلاله  داسي ور څخه وساتل چې په تن چانټه اود بدن جامې یې ټولې په مرمیوسورۍ وي،اوکله چې  له روزګان ولایت څخه یې سپين بای پورموټر د زابل مرکزقلات ته پرلاره  د شپې مهال دکابل قندهارپه عمومي سړک د دښمن له کمین سره مخ شوموټر یې تخریب شواواتل ثاقب په ډیرمهارت اوزیرکتیاروغ رمټ پکتیکاته راستون شو، همدارنګه اومنې ولسوالۍ ته چې د دښمن عملیاتي قوه راروانه وه  د لاري په اوږدوکې د مجاهدینوله خوا  ټانګ ضدماینونه ځای په ځای کېدل چې د یوه ماین د ځای پرځای کولوپه مهال ماین انفجاروکړخواتل ثاقب دالله په ساتنه  زخمي هم  نه شو البته د سر هغو ژورو زخمونو چې څو میاشتې وړاندي په یوه بله پېښه کې ورته رسیدلي وولږټکنی کړ ـ

د اتل ثاقب  د شخصیت په اړه د څوملګرو نظر او خاطرې

ملاعبدالله منیرصدیقي وايي :ما دخپل عمرپه انقلابي دوره کې له روسي یرغل څخه ترامریکايي اشغال پوري ډیری ملګري مجاهدین ولیدل اکثر شهیدان شوي اوڅوک لاژوندي دي  ،د ثاقب جان ځانګړنه  دا وه  چې په اطاعت کې بې مثاله وو، په نظامي لحاظ رښتنی اوترټوله عجیبه داده چې ماته یې دجهاد د ټول وخت بده او زورونکي خاطره په یادنه ده ـ

سابقه جهادي شخصیت قومندان ملاعبدالواحد صاحب به ویل : مرګ اوشهادت په ژوندکې یقیني دي انقلابونو ډیری هستۍ واخستلې له دې امله چې ثاقب جان د سیمي د مجاهدینو او هم د خپلوانولپاره یوه لویه هستي ده زه نشم کولای د ثاقب جان  په څیر د یوقهرمان د شهادت راتلونکې ورځ تصورکړم  ځکه دا به یوه ستره او له زغمه  پورته  ضائعه وي.

د شهیدعبدالباسط سراج آغا د دلګۍ نائب : مجاهد ورور سعادت آغاوايي: شهید ثاقب د ټولو دلګیوله مجاهدینوسره د ښه تعلق ترڅنګ په جهادي عملیاتي فلان کې د داسي کارسره ډیره لیوالتیا درلوده چې امریکایان او د امریکا دګټوساتونکي داخلي ګوډاګیان په کې هدف وګرزي، اوماته یې د داسي کارونو د شوق او پرمخ تګ تلوسه  تل څرګنده وله  ـ

مجاهدورورونجیب الله وهاج اومولوي منقادصاحب په ګډه وايي : د اتل ثاقب نادرخصلت دا ووچې د ستړي انقلاب په هرڅومره درد او غم کې به يې ملګرو ته حوصله ورکوله ، په درد  اوغم کې په ګډه ملګری وو،اوملګروته به یې زړکښې اومرال بایلونکي خبرې نه کولې، په لیدلوبه يې سړی مطمئن کیده،اوپه ډېره مینه ،عجیب اوجالب انداز،او رښتني محبت به یې د سنګرله ملګروسر ګزاره کوله، هغه څه چې داتلوال قومندان شهیدملانعمت الله عابد،اونامتوقومندان شهیدعبدالبصیرجسار،اتل شهیدسیف العمرجان ،اتل شهید ضمیرجان ،اتل شهیدمولوي احسان په څیر ډېروقهرمانانوبه ویل،دعبدالواسع زاهداومولوي هارون سنګریزي خاطري دي،اواوس یې کشران ملګري ټکورملنګ،اوسمسوربدري هم تل دشعرپه ژبه یادوي ـ

شهادت : دتوروڅڼو،میانه قددغه یوسف مخي زلمي که له یوې خواه په ملګروکې ځانکړی مقام پیداکړ له بل لوري  د خپل جالب طبیعت ،پراخ نیت ،او له عام اولس سره په ښه چلندکې د (اشداء علی الکفاررحماء بینهم) په څیر دکامل مؤمن د صفاتوپه  خپلولوسره  یې په  اولس کې عمومي اوپه مجاهدینوکې خصوصي رسوخ پیداکړ، او د اولس هر وګړي ته دومره محبوب شوچې هرچاته خپل اشنا او ملګری ښکارېده، خو داچې دانړۍ فاني ده اوبقاء نه لري او دلته ژوند هسي یو ازمون  دی اوتل تر تله نه وي بناء ثاقب جان  د دغه حقیقت په عملي درک سره د خپل ژونداوتاندې ځوانۍ ټول ارمانونه ، هیلې  اوخوښۍد هغه رب جل جلاله  جهادي لارې ته وقف کړل بالاخره د ملاعبدالله منیرصدیقي د دلګۍ دغه سرلاري غازي د وازیخوا ولسوالۍ شمال ته  پرته د مهمان کلا نومي قرارګاه چې د امریکايي  زیره خورنکومزدورانو کلک سنګروو د تعرض په مهال لومړی زخمي شو او وروسته د یوه بل باعزمه او وفادارملګري  شهیدطالب العلم عصمت الله عبیده ولدشیربهادرچې د ثاقب جان دحفاظت په موخه د دښمن ترتسلط لاندي سیمه کې پاتي شوی وو تر څو  دشپې په  مهال له تیارې څخه په استفاده د  مجاهدینوسیمي ته د خپل زخمي ملګري ثاقب په شمول ځان ورسوي، خوداچې دښمن هغوی کشف کړل نومازیګرمهال له دښمن سره له سخت مقامت ورسته یې  نازولې ځوانۍ خپل رب جل جلاله  ته نذرانه کړې ،او  د ګران هیواد د خپلواکۍ  په موخه  د سپیڅلي اسلامي نظام د سپین انقلاب  په سپېنه لاره کې د دوشنبې ورځ په کال ۱۴۳۹ هق  د شعبان المعظم دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه د شهادت سترمقام او لوړ ارمان ته  ورسیدل ، اتل ثاقب له شهادت څخه یوه ورځ وړاندي غرمه  په خوب کې له حضرت علي کرم الله وجهه سره  ملاقات شوی وو، ملګروته یې وویل : کاشکي تاسو را ویښ کړی نه وای  ماحضرت علی صاحب په خوب لیده، تاریخي جفابه وي که یې یادنه کړو په دغه معرکه کې داتل ثاقب او عبیده جان په شمول نوموتی مجاهدملاشاکر،او د قرآن کریم حافظ تنکی ځوان محمدجمعه عزیر،هم  شهیدان شول، د اتل ثاقب جنازه د سلګونومجاهدینواو ولسي خلګوپه مجمع کې د پیتاوپه سکوکلي کې وشوه، په داسي حال کې چې د شهادت په مهال د ښایست په کرامتي عجیبه ننداره یې د نوراني اوځلیدونکي مخ له بیابیاکتلوسره سره د لیدونکو د وروستي دیدن تنده ماته نه شوه،په خپل کلي ریاض کاریزکې د نومیالي شهیدعزت الله ضمیراوشهیداحسان الله احسان  څنګ ته،دشهیدعبدالرحمن فریادي اوشهیدمحمدفیضان  فیضاني دمزارونوپه خوا کې خاوروته وسپارل شو ــ

 پاتي اولادونه : مشرزوی یې بدرالله ثاقب ،لوڼې یې :رابعه ،اومروی پاتي شول ــ

چې دیادوکرښې یې دومره وي له مینې ډکې  ـــ  څنګه تعبیربه کړم الهام یې له رنګین وصاله نحسبهم کذالک والله علی مانقول وکیل ـــ (تقبلهم الله تعالی )

Related posts