مارچ 06, 2021

د سولې فرصت؛ د کابل رژیم جګړییز مانورونه او اخطارونه!!

د سولې فرصت؛ د کابل رژیم جګړییز مانورونه او اخطارونه!!

د ورځي خبره: 

دې وروستو کې د کابل رژیم  یو لوړ پوړي پلاوی چې د کورنیو چارو، استخباراتي او دفاعي څانګو مشران پکې وو، ځینو ولایتونو ته سفرونه وکړل. د دې سفرونو په اړه د پلاوي یو غړي او د رژیم د امنیت رئیس حمد الله محب یوې غونډې ته د خبرو په مهال وویل چې په ټولو قول اردوګانو وګرځېدل، والیان، رئیسان او قوماندانان یې جګړې ته تیار کړل او په وینا یې د عملیاتو په پیلیدو سره به طالبانو ته ماتې ورکړي!!

د سولې د خبرو له پیل سره کابل رژیم د اسلامي امارت د مجاهدینو او بې دفاع ولس پر ضد عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړی، په مختلفو سیمو او سمتونو کې یې ګڼ ولسي وګړي شهیدان، ټپیان او بندیان کړل، کورونه، دوکانونه،مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او نور عام المنفعه تاسیسات یې ویجاړ کړل، خو  دښمن له دې پرته چې مظلوم ولس ته یې ځاني او مالي زیانونه ورسول، نور یې هیڅ هم نه دې ترلاسه کړي، حتی نه یوازي داچې  یوه وړه سیمه یې هم  له مجاهدینو څخه نیولې نه ده، بلکې په ځینو ولایتونو کې دښمن د مجاهدینو له ډآره ډیرې پراخې سیمې بې جنګه خوشې کړې او خلک یې له شره خلاص شول.

همدا راز کابل ادارې د سولې فرصت او بین الافغاني مذاکراتو بهیر کې د مجاهدینو پر ضد د جګړې سره څنګ  کې د اسلامي امارت په خلاف پروپاګند ته هم پراختیا ورکړې ده،نژدې هره ورځ د رژیم له مشر او مرستیالانو څخه نیولې تر ویندویانو پورې پر اسلامي امارت یو تور پورې کوي. په زیاتره مواردو کې خو د دښمن تورونه  خپلمنځ کې دومره توپیر سره لري چې په هیڅ ډول نه سره پیوندیږي!!

کابل ادارې بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ او خنډ جوړولو په موخه خورا ډيرې هڅې وکړې او تر اوسه دا کوښښ کوي چې دوحه کې روان مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیږي. رژیم د خپل واک د بقاء لپاره له هیڅ جرم او وحشت څخه مخ نه ګرځوي،آن د سولې بهیر د سبوتاژ  په هدف یې کابل کې پلان شوې چاودنې او بریدونه ترسره کړل او په سلګونو ملکي هیوادوال یې له منځه یووړل.

د ارګ جګړییز مانورونه او اخطارونه د رژیم د ناکامۍ او شکست غمازي کوي،یو نیم لک یرغلګرو عسکرو چې په پرمختللې ټیکنالوژي بار وو او سلګونه زره ګوډاګیان یې هر اړخیز چوپړ ته لاس پر نامه ولاړ وو، د اسلامي امارت مبارزه ټکنۍ نه کړه، نو اوسنی ارګ او  ټوپکیان خو یې بیخي د دې جوګه نه دي چې داسلامي امارت له مجاهدینو سره پنجه نرمه کړي.

د اسلامي امارت مجاهدین د دین او وطن له ساتنې ستړي شوي نه دي، د خپلو ارزښتونو، خلکو او خاورې څخه دفاع یومسلم حق ګڼي او په همدې مبارزه باندې ویاړي. موږ یو ځل بیا مقابل جهت ته وریادوو چې د سولې فرصت کې له جګړې، ترور او پروپاګند څخه لاس واخلي، شخصي او ګوندي ګټې پریږدي، ملي مصالحو ته ترجیح ورکړي او د سولې میسر فرصت ضایع نه کړي.

Related posts