مارچ 06, 2021

د غلو چارواکو بربنډه غلا…!!

د غلو چارواکو بربنډه غلا…!!

د ورځي خبره:

د اشغال په مټ د تپل شوي رژیم له برکته افغانستان دوه ځله نړیوال ریکارډ ترلاسه کړ، په ۲۰۰۳م کې د ښکلا د ملکې په نوم د فحاشۍ لومړی نړیوال مقام ورکول شو، چې کله یې په مانیلا کې تش په نوم یوه افغاني الأصله بهرنۍ ډمه د ښکلا ملکه ونوموله.
دویم ځل یې په ۲۰۱۶م کې د فساد او اختلاس لومړنی مقام حاصل کړ، چې کله د فساد پرضد د شفافیت نړیوالې ادارې پخپل کلني راپور کې افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کې لومړی یاد کړ چې چارواکو یې په ټوله نړۍ کې ترهر چا زیات مالي فساد، بډي رشوتونه، غلاګاني کړي وي.
تازه خبر دا دی چې د کابل ادارې چارواکو پر نور هر ډول مالي اختلاس برسیره اوس په رڼا ورځ بربنډې غلا ته ملا تړلې، د کابل ښار له هوایی ډګره د ناپيژانده الوتکو په وسیله نغدي پیسې او قیمتي توکي د VIP (لوړ پوړو چارواکو) لخوا بهر ته انتقاليږي.
د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د بې نښانه الوتکو د تګ راتګ او په هغه کې د نغدې پیسو او لوړقیمته توکو د انتقال له آوازو څخه وروسته؛ د امریکا سیګار ادارې پخپل تازه راپور کې دا خبر تائید او د چارواکو غلاګاني یې نوري هم بربنډي کړي.
سیګار ویلي VIP (وی آی پې) یعني هغه لوړپوړي کسان چې په هوایي ډګر کې د وګړو په لاس له تلاشیو څخه مستثنی دي، خو د پیسو او نورو قیمتي توکو ثبتوونکو ماشینونو په وسیله پلټل کیږي؛ مګرهغوی له دې ماشینونو څخه هم په دې وجه خلاص کړل شوي چې ماشینونه په قصدي ډول له کار غورځول شوي، له انټرنیټ سره یې اړیکه قطع کړل شوې، (لکه څه موده مخکي چې د کابل بانک بریښنا پارچاو او څارونکي کامرې له کاره غورځول شوي وي؛) په دې ډول لوړرتبه چارواکي او یا د دوی اړوند کسان په آرامه، پرته له تلاشیو مخامخ ټرمینل ته بیول کېږي، او بیا سیده الوتکې ته پورته کېږي، چې نغدي پیسې (ډالر، افغانۍ، نوري بهرنۍ سیکې، طلا او نور قیمتي توکي) له ځان سره انتقالوي.
د سیګار په وینا په دې کال کې څه باندي څلورنیم میلیارده ډالر له هیواده غلا شوي او بهر ته وړل شوي دي.
دې ښکاره غلاګانو وروسته له هغه ډېر زور اخیستی، چې د رژیم چارواکي اوس په دې پوه شوي چې نور یې د زوال شیبې هرو مرو په را نژدي کیدو دي، د سولې او یا زور له لاري به دوی خامخا له واکه لري کیږي، د ولس له محاکمې سره به مخ کیږي، نو دوی پر نور هرډول اختلاس برسیره اوس د هیواد د ملي خزانې لوټلو ته په داسي بربنډه توګه لاس اچولی، چې په رڼا ورځ مخامخ نغدي پیسې او توکي له ملي خزانې غلا کوي او بهر ته یې تښتوي.
که څه هم دا لړۍ نوې نه ده، کلونه مخکي د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود، ورور ضیاء مسعود لخوا ۵۲ میلیونه ډالر دوبۍ ته په همدې توګه تښتول شوي وو.
د کابل د موجوده فاسد رژیم د رسمي لوټمارۍ او اختلاس اندازه د ۹۱ کوډ له دوسیې څخه ښه کیدلای شي. همدارنګه د اوسنۍ بودیجې؛ چې ټامیانو د خپل دسترخوان په نامه د اتلس قسمه غوښو ترکاریو لپاره په سلګونو میلیونه ډالره بیل کړل؛ ښه څرګندیږي.
د ملي تدارکاتو له لاري د قراردادونو خپلول، د مالیې له وزارت سره اوسنۍ لانجې او له دغه وزارت څخه د عائداتي سرچینو ایستل او د ارګ د ټامیانو په واک پسي تړل؛ ټول د دې ثبوتونه دي چې هغوی د هیواد ملي خزانې لوټلو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
په داسي حال کې چې د رژیم چارواکي پخپله هم اعتراف کوي چې په افغانستان کې د فقر کچه دومره لوړه شوې چې اوس د افغانستان نیمايي نفوس د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي. یعني چې ولس د سهار بیګاه یوه ګوله مړۍ نلري.
خو همدا رژیم یې هم د سولې مخه نیسي، شپه ورځ بمونه ورباندي اوروي، په توغندیو او هاوانونو یې ولي، چاپې باندي وهي، او له بلي خوا یې د ملي شتمنیو غلا ته دومره اوږد پړی اچولی چې پر اختلاس برسیره اوس درګرده له هوايي لارو لوټماري کوي.
د بیچاره ولس که فی الحال لاس رسی ورته نه کیږي چې د دې غلو مخه ونیسي، هغه چارواکي چې په جمهوریت (!) کې دننه او یا بهر اوسي او له دې سترو غلاوو څخه محروم دي؛ هغوی خو دې خپل آواز اوچت کړي چې د دې داړه مارانو مفسدو چارواکو له شره دا ولس وژغورل شي او د ملي شتمنیو د لوټ تالان څه ناڅه مخنیوی وشي. ترڅو د اسلامي نظام په راتګ د دوی محاسبه ممکنه کیږي.

پای…………….!
د ورځي خبره
2021 /1 /26

Related posts