مارچ 06, 2021

له قدرمنې خور نومیالۍ شاعرې حنیفې زاهد سره د شهامت مجلې مرکه

له قدرمنې خور نومیالۍ شاعرې حنیفې زاهد سره د شهامت مجلې  مرکه

مرکه کوونکی: مفتي حبیب

نېټه: ۱۳۹۹/۱/۱۵هـش

یادونه: له قدرمني خور پياوړي شاعري آغلي حنیفې زاهد ته شهامت مجلې د یوه اوږده لیک له لاري د مرکې  سوالونه لېږلي و چې له نیکه مرغه آغلي زاهد هم ټول سوالونه ځواب کړي دي، د الاماره ویب پاڼه یاده مرکه کټ مټ خپلو درنو کتونکو ته وړاندي کوي

پوښتنه: ګرانې خورې زاهدې! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

محترمې خورې! دا چې ستاسي ډېر شعرونه خپاره شوي، د خړ کلي له کونجه کتاب دې چاپ شوی، ډېر خلک دې له نوم سره شناخته دي او ته له ټولنې څخه ګوښه کې یو کلیواله پښتنه یې، نو ځکه مې وغوښتل چې د لیک په مرسته څو پوښتنې درڅخه وکړم. که درته تکلیف نه وي او لطفًا جوابونه ولیکئ، مهرباني به دې وي.

لومړۍ پوښتنه: د خپل ځان، نسب، کلي او خپل عمر په اړه که معلومات راکړئ.

ځواب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته. زما نوم حنیفه د ملا محمد عبدالله جان اخندزاده لور د نورالحق اخندزاده لمسۍ یم. د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د جعفرو کلي یم او په قوم توخۍ یم. په ۱۳۴۲ کې پیدا شوې یم. عمر مې ۵۸ کاله دی او اوس په ملا محمد علي کلي کې اوسم.

 پوښتنه: ستاسو کورنۍ څومره غړي درلودل؟

ځواب: زه چې ماشومه وم، زموږ په کورنۍ کې زما ګران پلار، ګرانه مور، موږ اووه خویندې او زموږ څلور کشران وروڼه او زما یو اکا و چې د روسانو په انقلاب کې بندي او بیا د هغوی لخوا شهید شو.

 پوښتنه: هغه وخت چې ته ماشومه وې، ستاسي د کلي تعلیمي طریقه څنګه وه؟ مدرسه یا ښوونځی مو درلود که نه؟

ځواب: زموږ په کلي کې مدرسه او ښوونځی بالکل نه و. له ملا صاحب څخه په مسجد کې ماشومانو سبقونه ویل.

 پوښتنه: زاهدې خورې، لومړنۍ زده کړې دې څنګه او له چا پیل کړې؟

ځواب: لومړنۍ دیني زده کړې مې د کلي له ملا صاحب او خپل پلار څخه کړي دي. عصري زده کړې مې له خپل اکا څخه کړې دي؛ هغه د حربي پوهنتون محصل، د هېواد په کچه د لوړ فکر خاوند او یو تقوادار شخصیت و. خدای پاک دې ټولو ته جنتونه ورکړي.

 پوښتنه: زاهدې خورې! څوک چې ماشوم وي، که د شاعرۍ استعداد ولري په دې نه پوهیږي چې زه شعر لیکلای شم. ستاسي د شعر د ویلو او لیکلو ابتداء څنګه وه؟

ځواب: ما به د خپل اکا د پښتو کتابچې کتلې، کله کله به مې د نامتو شاعرانو شعرونه وکتل، ډېر به مې خوښ شول او له ځان سره به مې زمزمه کول. زه نهه کلنه وم چې ما ته د شعر ویلو الهام وشو. په نورو موضوعګانو خو نه پوهېدم، یوازې حمد او نعمت به مې لیکل.

 پوښتنه: زاهدې خورې، عموما زموږ په کلیو کې خلک له قلم او کتابچې سره ډېره علاقه نه لري، په ځانګړي ډول که کومه نجلۍ شعرونه وايي، له تا سره د خپلې کورنۍ او کلیوالو رویه څنګه وه؟

ځواب: زما پلار د خپلو زامنو او لوڼو په زده کړه ډېر زیار ایستلی دی. موږ اوووه خویندې ټولې د زده کړې له لوی نعمت څخه برخمنې یو. زما شعرونه د کورنۍ ډېر خوښ وو، کلیوالو مې هم مخالفت نه کاوه.

پوښتنه: زاهدې خورې! څوک چې له شعر سره مینه لري، هغه د ادب کتابونو ته اړتیا لري. ته چې یوه کلیواله پښتنه او له کتابخانو لېرې وې، تا ته دا کتابونه پیدا کېدل که نه؟ که پیدا کېدل نو له کومه؟

ځواب: ما تر ډېره وخته د هیچا کتاب نه دی کتلی. نه مې د چا له شعر څخه اخذ کړی دی. کله چې مې زامن لویان شول، هغوی راته څه کتابونه پیدا کړل.

 پوښتنه: زموږ او ستاسي په سیمه کې په کوزدو او ودونو کې ښځې په کورونو کې دریې وهي او اوازونه وايي. ته چې پخپله یوه شاعره وې، هغه خوند درکاوه که نه؟ او هلته تا څه ویلي دي که نه؟

ځواب: ما هلته پخپله څه نه دي ویلي، خو سیل ته به یې ورتلم.

پوښتنه: شاعران خپل مینه وال شعر لیکلو ته هڅوي او دا بېل بېل خلک وي. له تا څخه د شعرونو غوښتنه چا کوله؟

ځواب: زما پلار او ماماګانو زما شعرونه خلکو ته ښکارول. زه به یې تشویقولم.

 پوښتنه: د نورو خلکو په شاعرۍ کې دې د چا شاعري خوښه ده؟ آیا په هغوی کې د کومې ښځې شعرونه شته که نه؟

ځواب: په پخوانیو پښتنو شاعرانو کې خو د رحمان بابا نازکخیالي بې مثله ده. او په نن عصر کې مې د درویش دراني استعارې او تشبیهات خوښ دي: په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه – لمن مې ډکه ده له کاڼو څوک پرې نه ولمه.

پوښتنه: زاهدې خورې! تا په یوه شعر کې ویلي: دغه میدان یوازې ګرم په ځوانانو نه دی:: دلته کې پیغلې قهرمانې زړورې زیږي. دا خبره سمه ده، خو د شعر دغه میدان په نارینه وو ډېر ګرم دی. د دې څه وجه ده؟

ځواب: دا ځکه چې زموږ په ټولنه کې د ښځو د زده کړې سطحه بیخي ټيټه ده – حتی په نیست نابود کې شمېرل کیږي. زموږ خویندې ذهني قوت لري او شعري الهام هم لري، خو دا چې دوی نالوستې دي نو هغه معیار چې شعر ویلو ته پکار دی له دوی سره نشته. ګورو چې په ودونو کې زموږ خویندې سندرې وايي، دا ټول د ښځو د تخیل زېږنده دي.

پوښتنه: تراوسه دې له کوم شاعر، لیکوال سره لیدنه شوې او که نه؟ له کومې ادبي ټولنې سره دې رابطه شوې ده که نه؟

ځواب: نه مې تراوسه له کوم شاعر، لیکوال سره لیدنه شوې او نه مې له کومې ادبي ټولنې سره رابطه نیولې ده.

پوښتنه: زاهدې خورې، په هېواد کې دې کوم ولایتونه او کوم ښارونه لیدلي دي؟

ځواب: په هېواد کې کابل، غزني او کندهار ته تللې یم. په کابل او کندهار کې زموږ خپلوان شته. دا ښارونه مې لیدلي دي.

پوښتنه: خورې که ستا اجازه وي یوه پوښتنه به ستا د واده په باب درڅخه وکړم، زموږ د خلکو عادت دا وي چې د هلک او نجلۍ خپلوان د دوستۍ خبرې سره وکړي، پخپله هغه دوه ډېره مداخله نه پکې لري. ستا د ژوند دا ګرانه فیصله څنګه وشوه؟

ځواب: زما خسرګنۍ زموږ پخواني خپلوان وو. ښه مو سره پېژندل. زه په دې هکله له کوم مشکل سره نه یم مخ شوې. د خاوند په کور کې خوشحاله یم.

پوښتنه: زاهدې خورې! له واده وروسته ښځې ته د کور کارونه ورپرغاړه شي. دا نورې ښځې خو دا وخت هیڅ فراغت نه لري. ته چې واده شوې، بیا دې خپل درسونه څنګه جاري ساتل او مطالعې ته دې وخت څنګه پیدا کاوه؟

ځواب: له واده وروسته ما ته د کور کارونه په یوازې سر راپرغاړه وو. د خسر (رحمه الله) او خاوند مې ښه عزت او خدمت کړی دی. اته زامن او څلور لوڼې مې د بل چا تر کوچنیانو صفا او سوتره ساتل. دا چې ما له درسونو سره ډېر مینه درلوده، نو هرومره مې وخت ورته پیدا کاوه. له درسونو علاوه مې د نورو کتابونو مطالعه هم کوله. د شپې به تر ډېره وخته ويښه وم. خسرمې ما ته په ډېر شوق درس وایه. تل به زما کوټې ته راتله، زه به په کارونو بوخته وم، ده به راغږ کړ: کارونه پرېږده! راشه سبق ووایو. زما خاوند هم مدرس او عالم و او ما ډېر څه ترې زده کړي دي. الحمدلله چې ما د کور له مصروفیت سره سره له خپل خسر او خاوند څخه خپلې لوړې زده کړې په ښه ډول سر ته رسولې دي.

 پوښتنه: د زده کړو له فراغت څخه وروسته هر څوک غواړي چې دا علم بل چا ته ورسوي، او دا یوه دیني فریضه هم ده. ستا دا تعلیمي سلسله څنګه وه؟

ځواب: زه هر وخت او هر چیرې چې وم، ما د خپل ماحول نجونو ته څه ورښودلي دي. اوس هم په خپل کور کې ۵۲ نجونو ته درس ورکوم. په اووو ګروپونو مې وېشلې دي، درې مضمونونه لري.

 پوښتنه: له نن څخه شل کاله وړاندې هغه وخت چې موږ ماشومان وو، ستا شعرونه په خلافت مجله کې، چې له کندهاره خپرېده، نشر کېدل. همدا ډول هغه وخت او بیا تر ننه ستا شعرونه د هېواد وتلیو نعت خوانانو ویلي دي. له هغوی سره دې رابطه څنګه وه؟

ځواب: موږ په مجاهدینو کې او هم په نشراتي څانګو کې خپلوان او دوستان لرل. د هغوی په رابطه دغه کار راته اسانه و.

پوښتنه: که لږ ستا د خړ کلي له کونجه کتاب باندې راسره وغږېږې. دغه کتاب ستا د کوم وخت شاعري ده؟

ځواب: دا کتاب زما له ۱۳۷۱ کال څخه بعد شاعري ده، البته ډېره برخه یې.

پوښتنه: په کتاب کې دې ازاد شعرونه نشته، دا څه وجه ده؟

ځواب: ازادو نظمونو ته ما تراوسه توجه نه ده کړې او ژبې ته مې هم نه دي راغلي.

 پوښتنه: د کتاب د چاپ کار دې څنګه سره برابر شو؟

ځواب: ما په نشراتي ادارو کې خپلوان او دوستان درلودل. د هغوی په مرسته دا کار اسانه ترسره شو.

پوښتنه: د دې لومړي کتاب تر چاپ وروسته دې څومره شعرونه لیکلي دي؟ ډېر شاعران د شعر ترڅنګ نثر هم لیکي. تا تراوسه نثر لیکلی دی او که نه؟ که وي، په کومه برخه کې دی؟

ځواب: د لومړي کتاب تر چاپ وروسته مې نور شعرونه لیکلي دي. یوه ټولګه مې تر ډېر حده نشر ته تیاره ده. او د ((خویندې دې وپوهیږي)) په عنوان نثر مې تر قلم لاندې دی، خو پوره شوی لا نه دی.

 پوښتنه: زاهدې خورې، روغتیا د الله جل جلاله یوه لویه پيرزوینه ده، د تعلیم، مطالعې او خدمت لپاره ډېره ضروري ده؛ ستا صحت څنګه دی؟

ځواب: الحمدلله ښه یم. کومه لویه ناروغي نشته. د کور ډېر کارونه اوس هم پخپله خوښه پخپله کوم.

 پوښتنه: زاهدې خورې! وروستۍ پوښتنه کوم؛ افغان ولس، افغان مېرمنې، په ځانګړي ډول د قلم خاوندانو ته څه پیغام لرئ؟ نور دې په خدای سپارم. په دنیا او آخرت کې کامیابه او خوشحاله اوسې. والسلام، ستا مؤمن ورور حبیب.

ځواب: له خپل ولس څخه مې دا خواست دی چې خپلمنځي دښمنۍ دې یوې خوا ته لیرې کړي، د ورورولۍ لاسونه دې سره ورکړي. له میندو څخه غواړم چې اولادونه دې د دین په هدایاتو په سړه سینه او ارامو خبرو وپوهوي. له کوچنیوالي دې د دښمنۍ خبرې نه ورزده کوي. او د قلم له خاوندانو څخه دا درخواست لرم چې حقايق ووايي. له مبالغې، افراط او تفریط څخه دې ځان وساتي. په ډېره مننه. حنیفه زاهد

۱۵/۲/۱۳۹۹

Related posts