
پرون ماښام نامعلومو وسله والو د پروان ولایت، سیدخیلو ولسوالۍ کې د پروان دارالعلوم په استاد ( مولوي عبدالرقیب) باندې چې په سیمه کې د یو مسجد امام هم و وسله وال برید کړی.
دغه جنایت داسې مهال ترسره شوی، چې نوموړی د لمانځه تر اداء وروسته خپل کورته روان و، چې له کبله یې هغه په شهادت رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلابیلو برخه کې د مزدور رژیم لخوا قومي مخور، استادان، علماء کرام او وتلې سیاسې څېري په نښه کېږي.
2021/1/26